د اسلامي امارت چارواکو او د کابینې غړو، په کابل کې د اسلامي امارت د زعیم، د فرمانونو اغېزو د څېړنې په علمي کنفرانس کې، د اسلامي نظام پر بقا او په تېرو پنځو کلونو کې د حکومت پر لاسته راوړنو ویناوې وکړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې کنفرانس کې د خبرو پرمهال وايي چې افغانستان اوس په عصري او پرمختللیو وسلو سمبال او تجهیز شوی وسله وال ځواک لري چې په هر ډول حالت کې د هېواد او نظام د دفاع لپاره چمتو دی.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاتوي، د اسلامي امارت امنیتي او فاعي ځواکونه په عصري ټکنالوژۍ سمبالې وسلې او بې پیلوټه الوتکې په واک لري او د افغانستان د دښمنانو دسیسې به په نطفه کې له منځه یوسي.
حنفي دغه راز ویلي: « نن ورځ افغانستان یو سمبال نظامي ځواک لري. دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخبارات ټول هغه مجاهدین دي چې په تېر شل کلن جهاد کې یې امتحان ورکړی. هېڅ دښمن نه شي کولی افغانستان ته په کږو سترګو وګوري. نن د افغانستان امنیتي ځواکونه تر ټولو عصري وسلو باندې سمبال دي. همدارنګه، د هوايي دفاع او بې پیلوټه الوتکو په برخه کې هم ګڼ پرمختګونه شوي؛ که چېرې کوم دښمن افغانستان ته په کږو وګوري، زموږ ځواکونه کولی شي په هماغه ځای کې یې له منځه یوسي.»
په ورته مهال، د میدان وردګو والي، ملا خیرالله خیرخواه وايي، د ځمکې پرمخ افغانستان یوازینۍ جغرافیه ده چې اسلامي نظام په کې حاکم دی.
خیرخواه د اسلامي نظام د اوږده مهال بقا او همدا راز د دایمي ثبات لپاره پر جدي هڅو ټینګار کړی.
ملا خیرالله خیرخواه زیاته کړې: « نن هغه وخت دی چې د ځمکې پرمخ داسې یوه جغرافیه موجوده ده چې په کې اسلامي نظام نافذ دی. له دې فرصت باید ګټه واخیستل شي او تر راتلونکو زرو کالو یې غم وخوړل شي. همدارنګه، چې څه مو په وس کې وي باید د اسلامي نظام د ثبات او بقا لپاره هڅې وکړو.»
د سترې محکمې رییس او قاضي القضات، شیخ عبدالحکیم حقاني بیا په دې علمي کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان اوسنی اسلامي نظام د افغان ولس په قربانیو او د الله تعالی په نصرت منځته راغلی او د هغه په خبره، دا نظام د هېڅ بهرني هېواد او یاهم سازمان د لاس وهنې او مرستې پایله نه ده.
شیخ عبدالحکیم حقاني زیاته کړې، افغانان له لسیزو وروسته د یوه نظام تر چتر او یوه امیر تر مشرۍ لاندې راټول شوي او له هر ډول قومي، ژبني، سیمه ییز او سمتي توپیر پرته، سره متحد شوي دي.
حقاني وړاندې ویلي: « الله تعالی له افغانستان سره دا احسان وکړ چې ټول مجاهدین، علما او عوام یې تر یوه چتر لاندې سره را ټول کړل. اوس ټول د یوه امیر تر امارت لاندې راغلي، نه یې په منځ کې قومي اختلاف شته، نه مذهبي، نه حزبي، نه د منطقې او نه هم د ژبې اختلاف شته، بلکې ټول تر یوه چتر لاندې ژوند کوي. موږ ته الله داسې خپلواک نظام او امیر راکړ چې د هېچا مداخله په کې نه شته.»
د سترې محکمې رییس دغه راز وايي چې په افغانستان کې سراسري امنیت د اسلامي نظام له سترو او مهمو لاسته راوړنو دی، خو ځينې رسنۍ په افغاستان کې د غوره امنیتي وضیعت د پټولو هڅې کوي مګر د اسلامي نظام دوام او ټينګښت د مشرانو پر اطاعت او یوالي او ګډو هڅو ممکن دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو پر بنسټ، په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر سترې بنسټیزې پروژې تطبیق شوې او هېواد ته د راستنو شویو شاوخوا اته میلیونو ګډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.