Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/17

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو شورا په۳۰مه غونډه کې ویلي چې اسلام اباد د یوه سوله ییز، سوکاله او باثباته افغانستان غوښتونکی دی او له ټولو ګاونډویو هېوادونو سره په سوله کې ژوند کول غواړي.

محمد اسحاق ډار ټینګار کړی چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو رغېدو لپاره اړینه ده اسلامي امارت د پاکستان اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي.

اسحاق ډار زیاته کړې: « پاکستان تل د یوه سوله‌ییز، سوکاله او باثباته افغانستان غوښتونکی پاتې شوی؛ داسې افغانستان چې په بشپړه توګه له سیمې سره مدغم وي، له خپل ځان او ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي. دا لیدلوری د سولې، پرمختګ او سیمه‌ییزې همپالنې په اړه زموږ د بهرني سیاست له موخو سره سمون لري.»

 د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې  په دې ټینګار کړی چې اسلام اباد به له کابل سره د خبرو اترو د پیاوړتیا، د کړکېچونو د کمولو او په سیمه کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره خپلو ډېپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي.

اسحاق ډار په دې اړه زیاته کړې:  « باید له دغو جغرافیایي ګټو څخه په استفادې سره، پیاوړې اقتصادي اړیکې او ګډه سوکالي رامنځته شي. د سیمې هېوادونه باید د اقتصادي پرمختګ او ګډو ننګونو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.»

که څه اسلامي امارت لا تراوسه د نوموړي دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې تل د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د کوم هېواد په وړاندې وکاروي.

افغان حکومت دغه راز له اسلام اباد دا هم غوښتي چې د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې ودروي او کابل ته د دې ډاډ ورکړي چې تر خپل حاکمیت لاندې سیمو او فرضي کرښې ته څېرمه  د ناکرارۍ رامنځته کوونکې دسیسو ملاتړ نه کوي.

 خو د چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې پاکستان تل د کرايي جګړو لپاره په سیمه کې ناامني رامنځته کوي.

د سیاسي چارو شنونکی، ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « دا ټولې بهانې دي، اصلي مسئله دا ده چې دوی غواړي په سیمه کې نا امني رامنځته کړي او بیا له دې نا امنیو ځانته سیاسي او اقتصادي ګټې واخلي. که پاکستان وغواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، په کار ده خپلې اړیکې د واقعیتونو پر بنسټ جوړې کړي.»

په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا کمولو لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

په همدې تړاو، د بریټانیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره تر لیدنو وروسته، اسلام اباد ته سفر کړی، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شویو اختلافو د حل لپاره لارې چارې ولټوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی
افغانستان

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

نوومبر 17, 2026
خالص: د اقلیمي موضوعاتو عدالت غوښتنه کې له افغانستان سره توپیر چلن کېږي
افغانستان

خالص: د اقلیمي موضوعاتو عدالت غوښتنه کې له افغانستان سره توپیر چلن کېږي

نوومبر 17, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي
افغانستان

حنفي: د اسلامي امارت ځواکونه د بې پیلوټه الوتکو په ګډون، په عصري وسلو سمبال دي

نوومبر 17, 2026
عدلیې وزیر: د افغانستان نظام شرعي او اساسي قانون یې قرآن کریم دی
افغانستان

عدلیې وزیر: د افغانستان نظام شرعي او اساسي قانون یې قرآن کریم دی

نوومبر 17, 2026
لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي
افغانستان

لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي

نوومبر 16, 2026
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي
افغانستان

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

نوومبر 17, 2026
روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

نوومبر 17, 2026
اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

نوومبر 17, 2026
د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

نوومبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist