Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/17

د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د وزیرانو شورا دېرشمه غونډه چې اساسي موخه یې د یاد سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ زیاتول او د ګډو اقتصادي ګټو لپاره د همکاریو عملي لارې چارې رامنځته کونه وه، دوشنبه پای ته ورسېده.

د اسلام اباد غونډه کې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو څخه پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه او پاتې نورو یې د مرستیال وزیرانو په کچه ګډون درلود، خو  اسلام اباد افغانستان ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي وايي چې له افغانستان پرته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ریښتینې او اغېزناکې اقتصادي همکارۍ تصور کول هم له واقعیت څخه لرې خبره ده.

د جلالي په خبره، سیاسي او نور اختلافات باید د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو  مخه و نه نیسي.

ذاکر جلالي پر خپله اېکس پاڼه دغه راز لیکلي: « له افغانستان پرته د سیمې د مانادار اقتصادي یووالي تصور هم له واقعیت څخه لرې دی. په اوسنۍ تړلې نړۍ کې سوداګري، ټرانزیټ او اقتصادي همکاري د سیاسي اختلافاتو له منځه وړلو او د متقابل باور د پیاوړتیا لپاره د مهمو وسیلو په توګه پېژندل کېږي؛ نه دا چې د دغو اختلافاتو له امله یې مخه ونیول شي. زموږ په سیمه کې لا هم زاړه فکرونه حاکم دي، د دې ګډ درک رامنځته کولو لپاره لا اوږده لار پاتې ده چې اقتصادي نښلونې باید د سیاسي ترینګلتیاوو قرباني نه شي.»

افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) له لسو غړیو هېوادونو څخه یو دی، خو پاکستان د دې سازمان د وزیرانو دېرشمې غونډې ته د اسلامي امارت استازي نه وو وربللي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان په دې اړه ویلي چې د ایکو سازمان د کړنلارې له مخې، افغانستان ته بلنه نه‌ ده ورکړل شوې.

نوموړي د معمول کړنلارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «ځینې هېوادونه طالبان رابولي او ځینې نور یې نه رابولي؛ دا اوسنی معمول دی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېر کال د اقتصادي همکاریو سازمان په څو غونډو کې ګډون کړی.

په اذربایجان کې د ایکو سازمان د مشرانو په اوولسمه غونډه کې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر  ګډون کړی و.

له دې ور هاخوا، په ایران کې د دې سازمان د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال، محمدابراهیم صدر او په ترکیه کې د ایکو سازمان د سوداګرۍ وزیرانو په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي ګډون کړی و.

همدارنګه، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹ غونډه کې په انلاین بڼه ګډون کړی و.

په ورته مهال، یو شمېر سیاسي شنونکي د اسلام اباد دې عمل ته په کتو وايي، پاکستان نه یوازې له افغانستان سره خپله دښمني څرګنده کړې، بلکې د ایکو سازمان دا ناسته یې هم ضایع کړې ده.

د دوی په خبره، دلته دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې د ایکو یو غړی هېواد چې د یاد سازمان د کومې غونډې کوربه وي، څنګه کولې شي د همدې سازمان یو بل غړی را ونه بولي؟

د سیاسي چارو شنونکی، اختر محمد راسخ وايي: « پاکستان یوځل بیا خپله دښمنانه څېره په دې غونډه کې ښکاره کړه او د ایکو سازمان یوه مهم غړي ته یې بلنه ورنه کړه. دوی په دې غونډه کې د ګډون له پلوه، د افغانستان مخه د سیاسي او دښمنانه سیاست له مخې ونیوه.»

شنونکي دغه راز وايي چې ایکو سازمان له افغانستان پرته، د اعتبار او ښې پایلې وړ نه دی. افغانستان د سیمې د اقتصادي اړیکو، راکړې او ورکړې د اتصال مرکزیت دی، نو باید د پاکستان د ایکو سازمان سږنۍ ناسته له افغانستان پرته د مثبتې پایلې وړ نه وي.

افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې پر اقتصاد محوره تګلارې تګ پیل کړی او په دې باور دی چې اقتصادي همکاري او سیمه‌ییز اتصال د ټولو هېوادونو په اوږدمهالو ګټو کې دي.

په همدې لړ کې، افغانستان به د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي چې ټاکل شوې را روانه ډسمبر میاشت کې په تهران کې جوړه شي. دا ګډون د سیمه‌ییز اقتصادي یووالي لپاره د افغانستان د پرله‌پسې ژمنتیا څرګندونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ډیموکرات ګوند د امریکا کانګرېس په ټاکنو کې د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ
نړۍ

ډیموکرات ګوند د امریکا کانګرېس په ټاکنو کې د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ

نوومبر 5, 2026
پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

نوومبر 17, 2026
روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

نوومبر 17, 2026
اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

نوومبر 17, 2026
د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

نوومبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist