Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عدلیې وزیر: د افغانستان نظام شرعي او اساسي قانون یې قرآن کریم دی

عدلیې وزیر: د افغانستان نظام شرعي او اساسي قانون یې قرآن کریم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/17

د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو په اړه په څلور ورځني علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې ویلي، نظام او قانون یو له بل سره تړلي او نظامونه د خپلو قوانینو له مخې پېژندل کېږي.

شرعي د هغو څرګندونو په اړه چې اسلامي امارت اساسي قانون نه لري، په غبرګون کې د وضاحت په توګه زیاته کړې چې د افغانستان نظام شرعی دی او قانون به یې هم د شریعت په رڼا کې وي.

د نوموړي په خبره،  اساسي قانون یې قران کریم او شریعت دی چې هېڅ ډول لاسوهنه او بدلون په کې نه شي رامنځته کېدلی.

شیخ عبدالحکیم شرعي وايي: « که زه دا منم چې قرباني مې د شرعي نظام لپاره ورکړې، نو قانون به مې شرعي وي او شرعي قانون دېته وايي چې د شارع له خوا وي، نه زما او ستا له طرفه. زما او ستا اساسي قانون دغه قرآن دی چې د الله کتاب دی.»

د عدلیې وزیر دغه راز وايي، په تېر کې د افغانستان حکومتونو د اساسي قانون چې وضعي قانون بلل کېږي، مخالفتونه لرل او د دې قانون منونکو نظامونو یې د تطبیق په برخه کې په اصولو نیوکې لرلې او د عملي کېدو په برخه کې یې ستونزې ایجاد کړې وې.

شیخ عبدالحکیم شرعي په دې اړه وايي: « وضعي اساسي قانون په ۱۳۰۱ کال کې د امان الله خان پرمهال جوړ او په ۱۳۰۳ کې تصویب شوی. دې قانون ۷۳ مادې او ۸ فصلونه لرل. نادخان چې کله راغی، هغه وویل چې دا قانون نه مني او خپل اساسي قانون یې جوړ کړی چې ۱۱۰ مادې او ۱۲ فصلونه لري. بیا یې زوی راغی، ظاهر شاه، هغه د خپل پلار قانون ونه مانه.»

د کورنیو چارو وزیر بیا د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو په اړه په علمي ـ څېړنیز کنفرانس ويلي چې د نظام د ټینګښت لپاره د خلکو ملاتړ اړین دی. خلیفه سراج الدین حقاني ټینګار کړی چې مسوولین باید کلیو او بانډو ته لاړ شي او خلک د اسلامي نظام له ارزښتونو سره بلد کړي او د دې نظام ملاتړ ته یې را وبولي.

 حقاني دغه راز ویلي،  د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونه او پیغامونه باید د افغانستان هر کلي ته ورسول شي او خلک یې له ارزښت او اهمیت څخه خبر کړل شي.

د نوموړي په خبره، افغانستان له یوې اوږدې مودې وروسته د اسلامي نظام د جوړېدو شاهد دی او د دې نظام تطبیق د یو ستر او دروند مسوولیت په توګه د شل کلنې مبارزې په پرتله لا زیات مسوولیتونه لري.

کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: « که موږ په اساسي مانا ورته فکر وکړو، په ټولنه کې ستونزې خامخا وي، خو د هواري لارې یې هم شته. هغه داسې هوارېږي چې موږ یوازې د منبر په سر خلک مخاطب نه کړو بلکې ښارونو، ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته خلکو ته ورشو او له اسلامي نظام څخه یې خبرو کړو.»

د یادونې وړه ده چې د  اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس به څلور ورځې دوام وکړي چې د لومړۍ ورځې ویناوال یې تر ډېره د اسلامي امارت چارواکي او د پوهنتون یو شمېر استادان وو.

 د یادونې وړه ده چې د دې  علمي او څېړنیز کنفرانس اصلي موخه په بېلابېلو شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو ارزونه او څېړنه بلل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی
افغانستان

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

نوومبر 17, 2026
اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي
افغانستان

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

نوومبر 17, 2026
خالص: د اقلیمي موضوعاتو عدالت غوښتنه کې له افغانستان سره توپیر چلن کېږي
افغانستان

خالص: د اقلیمي موضوعاتو عدالت غوښتنه کې له افغانستان سره توپیر چلن کېږي

نوومبر 17, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي
افغانستان

حنفي: د اسلامي امارت ځواکونه د بې پیلوټه الوتکو په ګډون، په عصري وسلو سمبال دي

نوومبر 17, 2026
لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي
افغانستان

لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي

نوومبر 16, 2026
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي
افغانستان

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

نوومبر 17, 2026
روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

نوومبر 17, 2026
اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

نوومبر 17, 2026
د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

نوومبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist