د شکرې نړیوال فدراسیون وايي، د دې ناروغۍ پر وړاندې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کلونو لپاره یې شعار وختي اقدام ټاکلي.
دغه فدراسیون د دې کمپاین موخه د شکرې ناروغۍ وختي تشخی
ص او د یادې ناروغۍ د خطرونو کمول ګڼي .
فدراسیون زیاته کړې:« وختي اقدام د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو ته لاسرسی چټکوي، د شکرې ناروغۍ خطر راکموي او د ټولو خلکو د روغتیا د ښه والي لامل ګرځي.»
دا ناروغي هغه وخت پیدا کېږي چې د یو انسان بدن شکر یا ګلوکوز حلولی او وینې سره یو ځای کولی نه شي.
په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د زیاتېدا یو ستر لامل پر وخت د دې ناروغۍ پر وړاندې د اقداماتو نه ترسره کول یادوي.
د افغانستان لپاره د دې سازمان استازی ادوین سینیزا سلوادور وايي ، په دغه هېواد کې اوس مهال له شلو روغتیايي مرکزونو یوازې په یوه هغه کې د شکرې ناروغۍ تشخیص اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
سلوادور په دې برخه کې د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې.
هغه زیاته کړې
:« په هرو شلو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص لپاره معاینات ترسره کېږي. که ستاسو عمر۴۰ کاله یا له دې ډېر وي، خپل نږدې روغتیايي مرکز ته ورشئ او د وینې د قند معاینه وغواړئ. پر وخت اقدام کول ستاسو د سترګو لید او پښتورګي خوندي ساتي او د نورو جدي روغتیايي ستونزو مخه نیسي.»
دا ناروغي په شدید حالت کې د ړندېدو، د پښتورګو د لمنځه تلو، ټپ نه رغېدو، مغزي سکتې، د پښې یا پښو د پرې کېدو او زړه حملې لامل ګرځېدای شي او پرې اخته کسان باید په دوامداره توګه تر روغتیايي پاملرنې لاندې وساتل شي.
د شکرې ناروغي درې اصلي ډولونه لري چې لومړی ډول یې هغه مهال رامنځته کېږي چې بدن په بشپړه توګه د انسولین تولید ودروي ؛ دویم ډول یې خورا عام دی چې په کې بدن کافي انسولین نه جوړوي یا یې حجرې نه مني، او دا ډول د پټو او اوږدمهاله اختلاطاتو له امله د زړه د حملې، مغزي سکتې، ړوندوالي، د پښتورګو د له کاره لوېدو او د پښو د پرې کېدو تر ټولو ستر لامل ګرځي او درېیم یې د مېندوارۍ شکره ده چې یوازې د مېندوارۍ پر مهال پیدا کېږي او که کنټرول نه شي، نو هم مور او هم ماشوم ته د سخت زیږون او په راتلونکي کې پر دویم ډول شکرې د اخته کېدو جدي خطر پېښوي.
ډاکټران توصیه کوي چې پر شکر اخته کس باید خپل خواړه کنټرول کړي، له خوږو او سپینو اوړو پرهېز وکړي او پر ځای یې سبزیجات او سبوس لرونکې ډوډۍ وخوري. سربېره پر دې، هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې پلی تګ وکړي او د ډاکټر له لوري ورکړل شوي درمل یا انسولین په خپل وخت واخلي او دغه راز باید په کور کې په منظم ډول خپله شکره وګوري او د زخمونو د مخنیوي لپاره هره ورځ خپلو پښو، سترګو او پښتورګو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د شکرې ناروغۍ تر ټولو عامې نښې ډېره تنده، پرله پسې ادرار کول، دوامداره ستړیا او د وزن بې دلیله کمېدل دي.