Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/12

له کلونو راهیسې د فرضي کرښې ها غاړې پښتانه او بلوڅان د پاکستان پوځي رژیم له لوري له سختو شکنجو سره مخ دي او وخت ناوخت یې په بېلابېلو پلمو سخت ځورولي، بندیان کړي او زرګونه کسان یې تری تم کړي یا ژوندي ورک دي.

د پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې محکومې پښتنې او بلوڅې پرګنې له لسیزو راهیسې د خپلو بنسټیزو حقونو داعیه تعقیبوي، خو د دې موخې ترلاسه کولو په برخه کې د مکافاتو پر ځای، د سختو مجازاتو مستحق ګرځېدلي.

د پاکستان پوځي واکدارانو د پښتنو او بلوڅو د محکوم ساتلو لپاره تل هڅه کړې چې د هغوی مخور کسان، قومي مشران او هغه خوځښتونه چې خپل غږ اوچتوي، په مرموز ډول په نښه او له منځه یوسي.

اوس د دې مبارزې لپاره تر ټولو مخکښ خوځښت د پښتون ژغورنې غورځنګ دی چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د خپلو پراخو فعالیتونو سربېره یې د خپلو حقونو  د اخیستنې او له خلکو سره د شویو ظلمونو د محاسبې لپاره تر نړیوالو خپل  اواز رسولی.

تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي د  اروپا پارلمان  په انګړ کې د سوېلي اسیا د بشري حقونو اړوند غونډې ته بلل شوي دي.

د اروپایي پارلمان په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن ګډون کوونکی استازی په دې اړه وايي: « نن د اروپا په پارلمان کې د بشري حقونو په تړاو لویه غونډه رابلل شوې او پي‌ټي‌اېم هم دغې غونډې ته بلل شوی. موږ درې ملګري راغلي یو، ترڅو په دې مهمه غونډه کې ګډون وکړو او د خپل تحریک او قوم بیانیه چې اته کاله مو پرې کار کړی، د دوی مخې ته کېږدو. موږ غواړو د پښتنو د مظلومیت هغه غږ هم واورو چې د پاکستان جابر رژیم له خوا چوپ شوی.»

باور دا دی چې دا ډول غونډې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره ډېرې مهمې دي، ترڅو په نړیوالو سټېجونو کې یې غږ واورېدل شي.

شنونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي رژیم چې اوس په نړیواله کچه بدنام شوي، په دې ډول غونډو کې د هغوی له ظلمونو پردې پورته کول،  ورو ورو په نړیوالو سټېجونو کې د پاکستان اصلي څېره رسوا کوي.

د حقوقي چارو شنونکی، اسماعیل ځدراڼ وايي: « په اوسنیو حالاتو کې دا د پي‌ټي‌اېم لپاره ډېره مهمه ده، ځکه دوی کولی شي د پاکستان له ظلمونو شکایت وکړي، ترڅو مخنیوی یې وشي. بله خبره دا ده چې په نړیواله سطحه د دوی غږ چا نه اورېده او د پاکستان استخباراتو د دوی غږ چوپ کړی و؛ اوس چې دا غږ اوچت شوی نو ښايي چې رنګ راوړي او ستونزو ته به د حل لارې ولټول شي.»

د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، نړیوالو غونډو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د استازو ګډون او اوس د اروپا پارلمان ته بلنه، د هغوی د غورځنګ رسمیت تضمینوي او په خبره یې، د حقوقي او سیاسي اعتبار له ورکړې سربېره، د هغوی ادعاوو ته نړیوال باور لبیک چمتو کوي.

پخوانی ډېپلومات، عزیز معارج وايي: « پښتون ژغورنې غورځنګ(پي‌ټي‌اېم) اوس د نړۍ په کچه مطرح شوی، ځکه دوی د پنجاب له خوا پر پښتنو او بلوڅانو د شوي ظلم غږ پورته کوي. اوس به دا غږ اورېدل کېږي، د پنجاب پر وړاندې به تدابیر نیول کېږي. دلته ځینې نور پروګرامونه هم شته؛ یوه انګېرنه دا ده چې پښتونستان بېرته افغانستان ته ورکول کېږي او یا به یې خپلواک هېواد اعلان کړي. دا اوس پنجابیانو ته لویه اندېښنه ده. د دې مقدمه د اروپا له پارلمان څخه پيل کېږي، او ښايي هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې حال کې ورو ورو د نړیوالو باور ترلاسه کولو په لور روان دی چې له کلونو راهیسې یې د پاکستان پوځي رژیم پر دوه مخو پالیسیو نیوکې کړې او د منظور پښتین او علي وزیر په ګډون یې لوړ پوړي غړي، په یوه او بله بهانه بندیان او شکنجه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي
افغانستان

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي
افغانستان

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي
افغانستان

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري
افغانستان

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي
افغانستان

پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي

نوومبر 12, 2026
مسوولینو ته د کورنیو چارو وزیر سپارښتنه: د نظام له داغ داره کوونکو اعمالو ډډه وکړئ
افغانستان

مسوولینو ته د کورنیو چارو وزیر سپارښتنه: د نظام له داغ داره کوونکو اعمالو ډډه وکړئ

نوومبر 12, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist