Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/12

بغلان کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت  د ډنډغوري او خوست د روغتونونو چارې پیل او د جلګې روغتون چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د  ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې، په خوست او ډنډغوري ولسوالیو کې د دوه ۳۰  بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د یادو روغتیايي پروژو د پرانیستې او چارو د پیل په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د بغلان والي الحاج مولوي عبدالله مختار، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس، ډاکټر سیدرسول منګل، سیمه‌ییزو مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نورجلال جلالي وايي، د هېواد په کچه روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه هڅې روانې دي، ترڅو د خوست، جلګې او ډنډغوري ولسوالیو په څېر په نورو سیمو کې هم روغتونونه جوړ او خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

نوموړی زیاتوي، تر دې مهاله د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړولو چارې پیل شوې دي او عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې روغتیايي خدمتونه هغو سیمو ته هم وغځوي چې خلک یې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نورجلال جلالي وايي: « موږ د دې لپاره بشري او نورې سرچینې په پام کې نیولې دي او د تجهیز لپاره یې هم پلان لرو. نور به زموږ  د دې ولسوالیو خلک اړ نه وي چې د ولایت روغتون یا هم مرکز ته خپل ناروغان ولېږدوي.»

بله خوا، بغلان والي مولوي عبدالله مختار وايي، د جلګې ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون چارې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي. دغه راز، په خوست او ډنډغوري ولسوالیو کې د ۳۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې چې په جوړېدو سره به خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

بغلان والي زیاته کړې: « دا مهال د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د همدې ډول یوه روغتون پرانسته وکړه او مازدیګر مو هم په جلګه ولسوالۍ کې جوړ روغتون ګټه اخستنې ته وسپاره. نن دلته حاضر یو او څو ورځې وروسته به د پلخمري ۱۰۰ بستریز ملکي روغتون چارې هم پرانستل شي.»

بل پلو، د بغلان عامې روغتیا رییس محمد حسن عاصم وايي، اوس مهال د ولایت په بېلابېلو برخو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي او هڅې روانې دي چې هغو سیمو ته هم روغتیايي خدمات وغځول شي چې تر دې وړاندې له دغو خدمتونو بې‌برخې پاتې دي.

د بغلان عامې روغتیا ییس، مولوي محمد حسن عاصم وايي: « نن مو د بغلان په خوست او جلګه ولسوالیو کې د دوو روغتونو پرانسته لرله. یوه په خوست ولسوالۍ کې عمومي شفاخانه وه چې د عامې روغتیا وزیر او بغلان والي په حضور کې، پرانستل شوه.»

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس، سیدرسول منګل وايي چې له دغو روغتیايي مرکزونو به د جلګې، خوست، فرنګ ، ګذرګاه نور، ډنډغوري او دهنه غوري ولسوالیو اوسېدونکي ګټه پورته کړي او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري
افغانستان

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي
روغتیا

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نوومبر 11, 2026
عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ
روغتیا

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

نوومبر 10, 2026
د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي
روغتیا

د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

نوومبر 10, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist