Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډیموکرات ګوند د امریکا کانګرېس په ټاکنو کې د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ

ډیموکرات ګوند د امریکا کانګرېس په ټاکنو کې د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/05

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرېس دواړه جرګو(ولسي جرګې او سنا) هغه منځمهاله ټاکنې چې د دې هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ پاتې مودې پر برخلیک د پام وړ اغېز لري، د ډيموکرات او جمهوري پال ګوندونو ترمنځ له سختې سیالۍ وروسته پای ته ورسېدې.

ډیموکراتانو د واکمن جمهوري پال ګوند دوه کلن صلاحیت ته د پای ټکی کېښود او په دواړو جرګو کې یې اکثریت څوکۍ وګټلې.

اوس د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې کانګرېس، د ټرمپ د خوښې قوانینو د تصویب مخه  نیولی شي  او د سپیني ماڼۍ  پرېکړې به له خنډ او ځنډ سره مخ  کړي. دغه راز، د کانګرېس نوې کمېټې به د ټرمپ پر اداره او پرېکړو پراخې څېړنې پیل کړي او د نویو وزیرانو او قاضیانو تایید به له جدي ننګونو سره مخ کړي.

همدارنګه دا اټکلونه هم ډېر دي چې  ډیموکراتان ښايي د بودیجې د واک له لارې د ولسمشر ټرمپ پر بهرني سیاست او سوداګریزو تعرفو باندې مالي محدودیتونه هم ولګوي.

ټرمپ دې ننګونو ته په کتو که له یوه لوري د ډيموکراتانو اوږده او بریالۍ مبارزې ستایلې، خو له بلې خوا یې د خپل حاکمت پر وړاندې د دې رامنځته شویو خنډونو سربېره ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې تعقیب شوې پالیسي به روانه ساتي.  نوموړي فاکس نیوز ته  په ټيلفوني اړیکه کې ویلي: « ما فکر کاوه چې جمهوري پال نوماندان به تر دې ښې پایلې ترلاسه کړي، خو هغوی ونه توانېدل چې خلک له کورونو را وباسي او رایې اچوونې ته یې وهڅوي. زه د رایې ورکولو په پاڼه کې نه وم، که زه په کې وای، نو ارو مرو به رایه ورکوونکي را وتلي وو. زما په اند، د ټاکنو پرپایلو د ایران جګړې هم اغېز درلود، خو ماسم کار وکړ.»

ټرمپ په کانګرېس کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند د اکثریت له امله  منځني ختیځ کې د اسراییلو د پلان شویو جګړو ننګه هم کړې او پر یمن یې د محدودو بریدونو کولو سربېره، له اسراییلو سره په ګډه پر ایران اوږدمهاله بریدونه او اقتصادي جګړه پیل کړه.

نوموړي په سیمه کې له خپلو متحدینو سره د لا نږدې پاتې کېدو ترڅنګ، د افغانستان په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره بیا د دښمنۍ سیاست تعقیب کړ.

هغه د افغانستان پر وړاندې له پاکستان سره د دوستۍ سیاست غوره کړ او په درېیمو هېوادونو کې متحده ایالتونو ته د افغان کډوالو د لېږد په پروسه بندیز وضع کړ.

د سیاسي چارو شنونکی، عزیز معارج وايي: « کله چې ډیموکراتان د کانګرېس اکثریت وګټي، کولی شي په کورنیو چارو کې د ولسمشر واکونه کنټرول کړي؛ ځکه چې د بودیجې او قوانینو ټاکل د کانګرېس په لاس کې دي. همدارنګه دغه بریا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراتانو بریا ته هم لاره برابروي. زما په اند، دا ټاکنې د امریکا پر بهرني سیاست اغېز نه لري.»

د امریکا په کانګرېس کې د استازو جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري چې په تازه منځمهاله ټاکنو کې یې د شمېرل شویو رایو له مخې، ۲۲۸ څوکۍ ډیموکراتانو او ۱۳۹ هغه یې جمهوري پال استازو ګټلې دي. دغه راز، په مشرانو جرګه یا سنا کې بیا ۵۴ څوکۍ ډیموکراتانو او ۴۴ جمهوریت غوښتونکو ترلاسه کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

لاوروف: بهرني لوري نه شي کولی د افغانستان ستونزې او ننګونې هوارې کړي

نوومبر 5, 2026
ناروې د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر معرفي کړ

ناروې د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر معرفي کړ

نوومبر 5, 2026
ډیموکرات ګوند د امریکا کانګرېس په ټاکنو کې د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ

ډیموکرات ګوند د امریکا کانګرېس په ټاکنو کې د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ

نوومبر 5, 2026
حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ

حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ

نوومبر 5, 2026
افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریز کرېکټ لیګ اتلولي وګټله

افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریز کرېکټ لیګ اتلولي وګټله

نوومبر 2, 2026
د کډوالو سترې کمېشنرۍ پاکستان کې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج نوی پړاو پیل کړ

نوومبر 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist