د کندهار کې د ځايي مسوولين وایي،د دغه ولایت په شاوليکوټ او سپين بولدک ولسوالیو کې د باراني اوبو د مهار لپاره د درېيو سترو بندونو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست مشر مولوي محمود مظلوم وايي، په دغو بندونو کې د اوبو زیرمه کول به په يادو دوو ولسوالیو کې د کرنې د ودې او د وچکالۍ د اغيز په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
دغه راز مظلوم وايي، په یاد ولایت کې د يو شمېر نورو بندونو د تړلو کارونه هم روان دي.
هغه زیاته کړه:« په شاولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې درې بندونو جوړېدو چارې شروع شوي دي. له موسسو سره مو خبرې کړې. ۸ ځایه نور هم په نښه شوي دي.»
دغه بندونه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په سپارښتنه جوړیږي، خو تر اوسه پورې دقیق لګښت څرګند نه دی.
د کندهار په سپين بولدک او شاوليکوټ ولسوالیو کې د بندونو د جوړېدو د پروژو مشر عبدالخالق وایي د بندونو جوړېدل به ۵۰ زره جريبه ځمکه خړوبه او تر پنځه ميلیونه متر مکعب زياتيې اوبه به ذخيره کړي.
هغه زیاته کړه:« دا درې د بندونه په شاولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړېږي. دا بندونه به شااوخوا پنځه نیم میلیونه متره معکب اوبه ذخیره کړي. دا بندونه د خلکو غوښتنې او د شیخ هبت الله اخوندزاده په هدایت سره جوړېږي.»
د سيمي خلک وای، د دغو بندونو په جوړېدو سره به کندهار کې د وچکالۍ د اغيزو د کمېدو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.
د کندهار یو تن اوسېدونکی محمد نعیم وايي:«دا بندونه،چې هرڅوک جوړوي، کور دې ودان وي. که داسې بندونه جوړ شي، نو په هېواد کې به وچکالۍ نه راځي.»
کندهار کې د باراني اوبو د ضايعاتو له امله هر کال د دغه ولایت اوسېدونکي د وچکالۍ له ستونزو سره مخ وي خو تازه مسولين وایي،د لويواو کوچنیو بندونو په تړلو غواړ، نور سېلابي اوبه ذخيره او ورڅخه د کرنيز سکټور د پياوړتیا لپاره ګټه پورته کړي.