Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/03

په پاکستان د ناکراریو په دوام، د دې هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ د اګسټ میاشتې په راپور کې امنیتي وضعیت ناسم بللی او وايي، له امله یې وسلوال بریدونه او نښتې د جولای په پرتله  ۳۸ زیاتې شوې دي.

د یاد انسټېټیوټ په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، په خیبرپښتونخوا ، بلوچستان او د پاکستان په یو شمېر ښارونو او سیمو کې پر حکومتي ځواکونو د وسله والو  ډلو په بریدونو او مخامخ نښتو کې بې سارۍ زیاتوالی راغلی. د دوی په خبره، په اګسټ میاشت کې دغه شمېر نږدې ۲۰۰ بریدونو ته لوړ شوی.

راپور کې زیاته شوې، په دې بریدونو کې نږدې ۴۰۰ تنه وژل شوي او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ په راپور کې راغلي: « زموږ میاشتني معلومات ښيي چې پاکستان کې  وسله والو په اګسټ میاشت کې ۱۹۹ بریدونه کړي. دغه کچه داسې مهال ثبت شوې چې په جولای کې د یادونو بریدونو شمېر ۱۴۴ وو چې له دې سره په ټوله کې ۳۸ سلنه د وسله والو بریدونه لوړوالی رامنځته شوی. په اګسټ کې لږ تر لږه ۳۷۸ کسان د دې بریدونو له امله وژل شوي او ۲۱۷ نور ټپیان شوي دي.»

په دې راپور کې دا هم راغلي چې په بلوچستان کې د اګسټ میاشتې بریدونه له ۸۳ څخه ۸۹ ته لوړ شوي او دغه راز په خیبرپښتونخوا کې له ۳۶ څخه ۵۴ بریدونو ته زیاتوالی راغلی.

د پوځي چارو شنونکي د پاکستان د کورنیو ناامنیو لاملونه د  اسلام اباد د ناسمو سیاستونو او پالیسو پایلې بولي.

د پوځي چارو کارپوه، اسدالله ندیم وايي: « پاکستان له هند سره پخوانۍ دښمني لري او دا ښکاره خبره ده چې هند د دوی په سیمو کې ځینې نیابتي ډلې جوړې کړې او ملاتړ یې کوي.»

د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د پاکستان سیاسي او امنیتي تګلارې سبب شوې چې استقلال غوښتونکې او جهادي ډلې رامنځته شي. زه باور لرم چې دا ډلې به ورځ تر بلې لا پسې پیاوړې شي او د جګړې لمنه هم پراخه شي.»

د یادونې وړ ده چې ناکراري، له سیاسي ګوندونو سره اختلافات او لړزاند اقتصاد د پاکستاني حکومت پر وړاندې هغه جدي ستونزې دي چې هر ورځ یې پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی
نړۍ

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026
پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري

پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري

سپتمبر 3, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist