تازه د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي،د نوې تعرفې له مخې به هر صادروونکی وروسته له دې دولت ته د في ټن پر سر ۲۸۰ ډالر ورکوي او دا چاره عملاً روانه ده.
برهان زیاته کړه:« وړاندې د في ټن ډبرو سکرو بیه له ۲۴۰ تر ۲۵۰ ډالرو پورې وه، خو دا کومه نوې تعرفه مو چې څو ورځې وړاندې پورته کړې وه، د هغې له مخې، به یو ټن ۲۸۰ ډالرو پرېوځي.»
برهان وايي، د کانونو او پترولیم وزارت هره اوونۍ د بېلابېلو منرالونو د استخراج او پلور له درکه ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.
خو د اقتصادي چارو شنوونکي بیا په دې نظر دي،چې په نړیواله بازار کې د ډبرو سکرو بیه له ۴ سوه ډالرو پورته ده،خو په افغانستان کې یې اوس هم ټاکلې بیه څرګنده نه ده او دا کارو بار لا په کلدارو کیږي.
د اقتصادي چارو شنوونکي دا هم وايي، د افغانستان اسلامي امارت باید د کانونو د کیندنې څرنګوالی واضیح کړي،چې باید په فني بڼه وشي.
د افغانستان اسلامي امارت کانونو او پترولیم وزارت همدا راز وايي، د ډبرو سکرو، شوکاڼي او کرومایټو کانونو ترڅنګ يې د نورو سترو کانونو په اړه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره ناستې دوام لري،چې له استخراج سره به يې له بد اقتصادي وضعیت د وتلو لار پرانېستل شي.