Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/25

د پاکستاني حکومت پر وړاندې وسله وال تحرکات اوږده مخینه او متفاوت عوامل لري، خو د ګڼو وسله والو خوځښتونو مخ په زیاتېدونکي تحرکات بیا هغه څه دي چې د دې هېواد واکمن حکومت یې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له سختو ننګونو سره مخ کړی.

راپورونه کاږي، د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د بېلابېلو وسله والو جبهو ترڅنګ، یو بل نوی غورځنګ هم د اتحاد المجاهدین تحریک یاد شوی چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په دې هېواد کې یې له ۲۰۲۵ زېږدیز کال راهیسې وسله وال فعالیت پيل کړی.

که څه هم دې ډلې د خپلو فعالیتونو ډېر تبلیغات په رسنیو نه دي څرګند کړي، خو تازه یې په ټولنیزو رسنیو یوه نسبتا اوږده(۱۳ دقیقې) ویډیو خپره کړې چې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د چریکي جګړې عملیات په کې ښودل کېږي.

د سیمه ییز وضعیت څارونکي په دې باور دي چې که اسلام‌اباد خپله تعقیب کړې سیاسي او امنیتي سټراتیژي بدله نه کړي، د دې ډېر امکان شته چې په دې هېواد کې د خپل حاکمیت لویه جغرافیه له لاسه ورکړي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « که چېرې پاکستان خپله سیمه ییزه سټراټيژي چې د سیمې نا امنه کول دي، بدله نه کړي، پاکستان له تجزیې سره هم مخ کېږي، په سیاسي، اقتصادي او نړیواله ازوا کې به ډوبېږي. هغه لوبه چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره پاکستان پيل کړې وه، نړۍ، سیمه ییزو هېوادونه او خپل ولسونه یې پر پوه شوي، ولس او سیاسي رهبران یې د نظام پر وړاندې د درېدو په حال کې دي. دا وضعیت به داسې حال ته ځي چې په پاکستان کې به د یوه بل خونړي انقلاب لامل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په پاکستان کې د اتحاد المجاهدین ډله په ۲۰۲۵ کال کې جوړه شوه چې په کې درې ایتلافي ډلې شاملې دي(حافظ ګلبهادر ډله، لشکر السلام ډله او حرکت انقلاب اسلامي پاکستان ډله). راپورونه وايي چې دا ایتلافي ډله دا مهال ۵۰۰ غړي لري او محمود الحسیني یې د رسنیو ویاند. فکر کوم دا ډله کوم مشخص مشر نه لري.»

په ټولنیزو رسنیو د اتحاد المجاهدین د نویو وسله والو فعالیتونو د خپرېدو ترڅنګ،  په بلوچستان کې بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ(بي.اېل.اې) هم د خپلو وروستیو پوځي عملیاتو لنډه ویډیو خپره کړې. بلوڅانو ادعا کړې چې په تازه عملیاتو کې یې په قلات ښار  کې د پاکستاني ځواکونو ۶ تنه وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

بې.اېل.اې ته منسوبو ادرسونو ویلي، په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو د بلوڅ ازادي غوښتونکو بریدونه زیات شوي چې یوازې د روانې اوونۍ په اوږدو کې له شلو زیات پاکستاني ځواکونه په کې وژل شوي.

باور دا دی چې د پاکستان حکومت تر حاکیمت لاندې سیمو کې د ناامنیو تشدید بېلابېل عوامل لري چې عمده هغه یې په دغو سیمو کې له خلکو د بنسټيزو حقونو اخستنه او د هغوی د سوله ییزو حق غوښتونکو مبارزو پر وړاندې ناسم چلن بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی
نړۍ

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist