Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

په بلخ کې د تېلو د بیو کنټرول او په بازارونو کې د بیو د ثبات په موخه، د نفتو توکو د لیلام لړۍ پیل شوه.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، تېره ورځ یې ۱۱۰۰ ټنه ۹۲ پټرول لیلام کړي او دا لړۍ به د بازار د اړتیا له مخې دوام ولري.

د مسوولینو په خبره، دا مهال په هېواد کې د یوه ټن پټرولو بیه شاوخوا ۱۵۵۰ ډالره ده، خو د لیلام له لارې دغه بیه ۱۵۲۰ ډالرو ته راټیټه شوې.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید قاضي وايي: « له دې وړاندې د یو ټن پټرولو بیه ۱۵۵۰ ډالره وه، خو موږ په ۱۵۲۰ ډالرو خرڅ کړل. د نن لپاره ۱۱ ټنه بازار ته وړاندې شول او دا لړۍ به ادامه ولري. موږ تمه لرو چې نور شرکتونه هم ورته ګامونه پورته کړي.»

په ورته مهال، د تېلو سوداګر د نفتي توکو لیلام له بهیر څخه هرکلی کوي. دوی وایي، که دغه لړۍ دوام ومومي او بازار ته په مناسب قیمت نفت وړاندې شي، ورسره به د تېلو بیې راټیټې او مصرفوونکو ته به اسانتیاوې برابرې شي.

د تېلو سوداګر عبداللطیف وايي: « دوی یوه اندازه تېل په تخفیف سره وپلورل. له دې سره زموږ د هېوادوالو خاطر جمع کېږي، ځکه موږ په خپلو زېرمو کې کافي تېل لرو. له دې وروسته موږ ته ستونزې نه پېښېږي.»

د تېلو سوداګر محمد نادر ساپی وايي: « زه ستاسو د میډیا له لارې په ټولو سوداګرو غږ کوم چې داسې ګامونه پورته کړي چې د نرخ لوړېدو مخه ونیول شي.»

بله خوا، مزارشريف کې د نفتو اتحادیې مسوولین وایي، د نفتو د بیو د کنټرول لپاره د وارداتو زیاتول کولی شي په بازارونو کې د بیو پر ثبات اغېز وکړي او د تېلو د بیو له ناڅاپي لوړېدو مخه ونیسي.

دوی له اسلامي امارت غواړي چې بهرنیو هېوادونو کې د افغان سوداګرو لپاره قراردادونه ډېر کړي، ترڅو د وارداتو کچه زیاته او د نفتو بیې راټیټې شي.

بلخ کې د نفتي توکو اتحادیې مرستیال کامبیز صدري وايي: « باید اسلامی امارت هم ځینې سهولتونه جوړ کړي، لا ډېر قراردادونه وکړي، ترڅو د تېلو له کمښت مخه ونیول شي. موږ له نورو سوداګرو هم هیله لرو چې د یما پټرول شرکت په څېر په نورو بندرونو کې هم تېل په ټیټه بیه لیلام کړي.»

بلخ کې د لومړي ځل لپاره ۱۱۰۰ ټنه پټرول په داسې حال کې لیلامېږي چې په دې وروستیو کې د نفتي توکو او په ځانګړې توګه پټرولو، ډیزلو او اوبلن ګاز د بیو له لوړوالي څخه د خلکو شکایتونه ډېر شوي دي.

د نفتو سوداګر د بیو د لوړوالي لاملونه په نړیواله کچه د روسیې_اوکراین او د ایران – امریکا ترمنځ جګړې بولي او وايي، له امله یې د لارو بندېدو هم د انرژۍ پر نړیوال بازار سیوری غوړېدلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist