Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/17

کندهار کې د ګول سیخونو دغه تولیدي کارخونه د ۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې او تازه يې فعالیت پیل کړی.

د دغې کارخونې مسوولان وايي، ۲۰۰ کسانو ته یې کاري فرصتونه ایجاد کړي  او هر ورځ تر ۱۵۰ ټنو پوري ګول سیخ تولیدوي.

د مسوولانو په خبره، د کافي برېښنا نشتوالي یې د فعالیت کچه ټیټه کړې چې له پوره کېدو سره به یې تولیدات او کاري فرصتونه دواړه زیات شي.

د ګول سیخونو د دغې کارخونې مسوول تورجان فضلي وايي: « که حکومت موږ ته پوره برېښنا راکړی، یانې زموږ برېښنا ۲۴ ساعته شي، زموږ د تولید او کارګرانو شمېر به هم دوه چنده شي. له دې سره به زموږ د کارګرانو شمېر ۴۰۰ تنو او د تولید کچه تر ۳۰۰ ټنو لوړه شي.»

په یاده فابریکه کې په کار بوخت ځوانان له حکومته غواړي چې په خصوصي سکټور کې لا ډېرې پانګونې ته زمینه برابره کړي، ترڅو بېروزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د تولیدې کارخونې کارکوونکی عبدالحکیم وايي: « موږ ډېر خوښ یو چې دلته د کار زمینه راته برابره شوې، له سوداګرو غوښتنه کوو چې دا ډول نورې کارخونې هم جوړې کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د کارخونې کارکوونکی محمد الله وايي: « بېکاري له حده وتلې او زښت زیات خلک وزګار دي. ما خپله ډېر وخت بېکاري تېره کړه، خو اوس دلته په کار بوخت یم. زه له حکومت او سوداګرو غوښتنه کوم چې دا ډول کارخونې لا ډېرې کړي.»

په همدې حال کې، د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوول وايي، د دې فابریکې له پرانستل کېدو سره په کندهار کې د اوسپنیزو توکو د تولیدي فابریکو شمېر شپږو ته ورسېد.

د نوموړي په خبره، حکومت باید په هېواد کې د اوسپنې کانونو د استخراج زمینه برابره کړي، ترڅو کورنۍ فابریکې د بهرنیو هېوادونو پر ځای خپل لومړني خام مواد د افغانستان له کانونو څخه ترلاسه کړي.

د کندهار صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني وايي: « کندهار کې د ګول سیخونو او انګلارن د جوړولو فابریکې نور کفایت کوي او موږ ځان بسیاینې ته رسېدلي یو. له دې وروسته باید موږ له خپلو کانونو څخه اوسپنه استخراج کړو او بیا یې پخه کړو. موږ اوس هم ډېره اوسپنه له بهرنیو هېوادونو واردوو. که موږ خپلو معدونو څخه کار واخلو او خامه اوسپنه هم دلته تولید کړو، زموږ د کار موندنې شمېر به لسګونه چنده ډېر شي.»

مسوولین دغه راز وايي، په کندهار کې د ګول سیخونو د تولیدي فابریکو د شمېر له زیاتېدو سره، د دې ولایت د بازار اړتیا په بشپړه توګه پوره شوې او د دغو فابریکو د تولیداتو یوه برخه د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist