Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

هرات کې د ګلبهار سمنتو تولید کارخونې ساختماني چاري د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا پیل شوې.
د یاد وزارت مسوولین وایي، یاده کارخونه به د ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د دوو کلونو په موده کې جوړه شي چې په ورځني ډول به یې لومړی فاز څلور زره ټنه سمنټ تولید کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین دغه راز وایي، ټول افغانستان کې یې د سمنټو د تولید په برخه کې ۸ کارخونو باندي ۷۷۵ میلیونه امریکايي ډالرو پانګونه کړې چې د تولیدي فعالیت په پیل کېدو سره به یې هېواد د سمنټو په برخه کې پر ځان بسیا شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر هدیت الله بدري وايي: «  زموږ د شمېرو له مخې، یوازې په خصوصي سکټور کې ۷۷۵ میلیون ډالره لګښت کېږي. په دې پروژه کې به ۲۵ زره تنو ته مخامخ او په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. د دې کارخونې په فعالېدو سره به، د سمنټو له پلوه پرځان بسیا شو او اړ به نه یو چې له نورو هېوادونو یې وارد کړو.»

بله خوا، د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، اسلامي امارت هېڅکله سوداګريزي اړیکې له سیاسي موضوعاتو سره نه دي تړلې او د خپلو ټولو شته امکاناتو څخه په ګټنې هڅه کوي د هېواد اقتصادي زېربناوې ورغوي.

ملا برادر دغه راز ویلي چې هڅه کېږي بانکي محدودیتونه راکم او هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه لا پراخه شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « د معاصرو سیاسي اړیکو له نظره، موږ د خپل هېواد سیاسي او اقتصادي جغرافیه د مناسباتو په مرکز بدله کړې، د سرحدي خطرونو کچه مو صفر ته ښکته کړې او هېڅ وخت مو هڅه نه ده کړې چې سوداګري له سیاسي مسایلو سره وتړو.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، کورني تولیداتو برخه کې پانګونه به په  بهرینو وارداتو باندي تکیه راکمه، ساختماني زېربناوي پیاوړي، د اسعارو وتلو څخه مخنیوی او کاري فرصتونه به لا زیات کړي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي وايي: « موږ باور لرو چې د افغانستان د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره باید شته پانګې څومره ژر چې کېږي، د تولیدي، صنعتي او زېربنايي فعالیتونو خواته راښکل شي. د سمنټو صنعت هم په دې برخه کې مهم ځای لري او د هېواد د زېربنايي پروژو اساسي توکی دی.»

د هرات د متخصصانوو شورا رییس محمد رفیق شهیر وايي: « دا ډول پروژې نه یوازې خلکو ته کار پیدا کوي بلکې له هېواد څخه د پانګې وتلو مخنیوی هم کوي، قېمتونه راټیټوي او په ټوله کې خلکو ته د هیلو کړکۍ پرانیزي.»

د هرات سمنټو پروژه د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه چې د تېرو کورنیو جګړو له امله کنډواله شوه.
دا مهال دا سلامي امارت مسوولین وایي، د یادې پروژې له بشپړېدو سره به ۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او لومړی فاز به یې په ورځني ډول څلور زره ټنه تولیدي ظرفیت ولري، خو د نورو فازونو په فعالېدو سره به یې ورځنی ظرفیت ۹ زره ټنه ته لوړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist