Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه  ۱۵ ټنه  صنعتي کورت تولیدېږي

هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه ۱۵ ټنه صنعتي کورت تولیدېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

هرات کې د صنعتي کورتو د تولید یوه کارخونه د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره فعالیت کوي. دا کارخونه اوس مهال هره ورځ له وچو کورتو څخه پنځه لس ټنه صنعتي کورت (کشک) تولیدوي.
د دې کارخونې مسوولین وایي، د صنعتي کورتو تولید لپاره ټول د اړتیا وړ خام مواد له مالدارانو څخه ترلاسه کوي.

صنعتکار احسان الله خواجه‌زاده وايي: « دا چې زموږ هېواد کرنیز او مالداره دی، نو موږ د خپلې اړتیا وړ خام مواد له داخل څخه چمتو کوو. زموږ کورني مواد ارګانیک او لاس نه خوړلي دي، نو کیفیت یې هم تر نورو ښه دی. همدا لامل دی چې هم په کور دننه او هم بهر زموږ تولیدي محصولات ښه بازار لري او خلک یې خوښووي.»

د مسوولینو په خبره، اوس مهال ۲۰۰ کسان په مستقیم ډول په دې کارخونه کې پر کار بوخت دي او شاوخوا ۹۰ سلنه خام مواد یې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د کروندګرو او مالدارانو له تولیداتو راټولېږي.
په دې کارخونه کې په کار بوخت کسان وایي، د هرات صنعتي ښارګوټي کې کار کول د کورنیو اقتصادي ستونزو له کمولو سره مرسته کړې.

د صنعتي کارخونې کارکوونکی حامد وايي: « دا چې یو څوک خپل هېواد پرېږدي، مهاجر شي او بیا په لارو ووژل شي یا په بحرونو کې ډوب شي، که په خپل هېواد کې کار وکړي، ښه ده. باید ټولو ته د کار زمینه برابره شي.»
یو بل کارکوونکی فیض احمد وايي: « له حکومت او سوداګرو هیله لرو چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ښه راتلونکې ولري او نورو هېوادونو ته لاړ نه شي.»

بله خوا، د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولین له هېوادوالو غواړي چې د کورنیو تولیداتو په کارولو سره د هېواد له صنعت او کرنې ملاتړ وکړي.

د دوی په خبره، د کورنیو کارخونو وده د کروندګرو د محصولاتو لپاره د تقاضا د زیاتېدو، له هېواده د پانګې وتلو د مخنیوي او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې مرستیال محمد نعیم شریفي وايي: « زموږ ملت باید له صنعتکار، کروندګرو او مالدارانو ملاتړ وکړي او له دې سره موږ کولی شو پر ځان بسیا شو. هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو، په کور دننه یې چمتو کوو او دا ټولو ته ګټه رسوي.»

له دې سربېره، د هرات سیمه‌ییزه اداره هم د صنعتکارانو د هر اړخیز ملاتړ خبره کوي او ټینګار کوي چې هرات د هېواد په کچه په یوه مهم صنعتي مرکز بدل شوی.

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات ولایت محلي ادارې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره، د هېواد له مختلفو صنعتي تولیداتو ملاتړ کړی. هڅه کېږي د هرات او ټول هېواد صنعت ورځ تر بلې پراختیا ومومي، ترڅو خلکو ته د کار او هېواد ته د ځان بسیاینې زمینه برابره شي.»

افغانستان یو کرنیز او مالدار هېواد دی، له همدې امله د لبنیاتو د تولید او پروسېس په برخه کې د خامو موادو پراخ ظرفیت لري.

په هېواد کې د شیدو او نورو لبنیاتو تولید کولی شي د خوراکي توکو د صنعت له ودې، د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist