د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت د یکشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۵ مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ټولو دولتي کارکوونکو ته د چنګاښ میاشتې معاشونه له لوی اختر وړاندې ورکوي.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، چې دغه پریکړه دوی دولتي کارکوونکو سره د همکارۍ له مخې کوي.
یاد وزارت له ټولو دولتي ادارو غوښتي دي،چې د خپلو معاشونو حوالې دې د چنګاښ میاشتې تر پنځمې د دې وزارت د خزاینو لوی ریاست ته وسپاري.
مالیې وزارت داسې مهال د معاشونو د ژر ورکولو خبره کوي،چې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې ډېرې ستونزې وې.
ځینې ادارې اوس هم د معاشونو په ورکړه کې ستونزې لري او لا حل شوي نه دي.