Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

د هرات کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د روان لمریز کال په ترڅ کې هلته د شاتو تولید ۲۵۰ ټنه ته لوړ شوی. د دوی په وینا، دا شمېر د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کې۸۰  ټنه زیاتوالی ښيي چې د شاوخوا ۳۰ زره صندوقه مچیو څخه ترلاسه شوي دي.

د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر محمد عمر قاصد وايي: « له نېکه مرغه باید ووایم چې هرات کې سږ کال د شاتو د تولید کچه د نورو کالو په پرتله لوړه او موږ تر ۲۵۰ ټنو پورې شات راټول کړي دي. موږ دا مهال هرات ولایت کې ۳۰ زره صندوقه د شاتو مچۍ لرو او دا کچه د ودې په حال کې ده.»

بله خوا، د شاتو مچیو روزنې فارم لرونکي وایي، سره له دې چې سږ کال یې د تولید کچه زیاته شوې خو په عصري بڼه د مچیو روزنې لپاره د امکاناتو نه شتوالي او بازار کې د بې کیفیت شاتو شته والي یې پر وړاندي جدي خنډونه جوړ کړي.

دوی له اړوند مسوولینو غواړي چې د شاتو روزنې او تولید په برخه کې د مسلکي زده‌کړو او روزنیزو پروګرامونو زمینه ورته برابره کړي.

فارم لرونکی جهانګیر الکوزی وايي: « موږ ته د ې امکانات برابر شي، ترڅو صنعتي او تخصصي کار وکړو. باید موږ ته داسې ماشینونه راکړل شي چې موږ د مچیو زهر او د ګلانو ګرده هم ټول کړو او نورو هېوادونو ته یې صادر کړو.»

د شاتو مچیو روزنې فارم لرونکي د کورنيو شاتو کیفیت د وارداتي هغو په پرتله ښه بولي او ټينګار کوي چې د حکومت له لوري د ملاتړ په صورت کې به یې د شاتو تولیدي فارمونو زیاتوالي سره، ګڼ شمېر بې روزګاره خلګو ته د کار زمینه هم برابره شي.

فارم لرونکی کیهان وايي: «  زموږ د شاتو ټولولو مېتود دودیز دی، خو که حکومت همکاري وکړي، وسایل او روزنه راکړي؛ موږ کولی شو د شاتو ترڅنګ، د ګلانو ګرده او د مچیو زهر هم راټول کړو.»

د شاتو فارم لرونکی امېد وايي: « بازاري شات صنعتي دي او دا زموږ بیا ارګانیک دي. دا چې موږ خپلو مچیو ته طبي ګلان ورکوو، نو شات یې ډېر مقوي او ګټور دي.»

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال په هرات کې شاوخوا ۱۷۰ ټنه  شات تولید شوي وه، خو سږ کال د تولید دا کچه ۲۵۰ ټنو ته لوړه شوې. مسوولین دغه راز زیاتوي چې د شاتو مچیو فارم لرونکو څخه ملاتړ او په بازارونو کې د بې کیفیته شاتو مخنیوي په موخه یې سږ کال نږدې ۶۰۰ کیلو بې کیفیته او تقلبي شات راټول کړي او له منځه وړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist