Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/20

هر کال په افغانستان کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت بانکنوټونه د ډېر استعمال له امله زړېږي او د چلښت له دورې وځي.

افغانستان بانک وایي، د برېښنایي بانکدارۍ پراختیا نه یوازې مالي راکړه ورکړه اسانه کوي بلکې د افغانيو بانکنوټونو د ساتنې او د چاپ لګښتونو په کمولو کې هم مهم رول لري.

د یاد بانک ویاند شمشاد ته وایي، له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د څه باندې ۱ میلیارد او ۱۴۱ میلیونو افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه په بلخ کې سوځول شوي دي.

حسیب الله نوري زیاتوي: « د بانک نوټونو ساتل ملي مسوولیت دی او موږ له درنو هېوادوالو غواړو چې د راکړه ورکړې پرمهال د افغانیو بانک نوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرېس نه شي. موږ همدا تېره اوونۍ څه باندې یومیلیارد او ۱۴۱ میلیونه افغانۍ بانک نوټونه چې د هېواد له شمال او شمال ختیځ زون څخه راټول شوي وو، وسوځول او له ګردښت څخه مو و ایستل.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په کلني ډول د میلیاردونو افغانیو له لاسه تلل بیا په اقتصاد منفي اغېز کوي. دېته په کتو، د افغانستان بانک مسوولین وایي هڅه یې روانه کړې چې د برېښنایي بانکدارۍ لپاره زیاد کار وکړي.

د افغانستان بانک ویاند په دې اړه وايي: « د دې لپاره چې په افغانستان کې نغده بازار کم شي، د افغانستان بانک د برېښنايي بانکوالۍ د ترویج په برخه کې کار کوي. دا مهال د اف پې په نوم کارت چې یو ملي کارت دی او د افغانستان بانک ډيزاین کړی، په ټولو سوداګریزو بانکونو او تادیاتي موسساتو کې فعال او د چلښت وړ دی. هغه درانه هېوادوال چې دا کارت ولري، کولی شي له اسانتیاوو یې برخمن شي. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې کارت په اخستلو سره د نغدي بازار په راکمولو او د برېښنايي بانکوالۍ د ترویج په برخه کې همکاري وکړي.»

بل پلو، د چارو شنونکي د افغانستان پولي واحد(افغانۍ) بانکنوټونو مندرېس کېدو ته په اشارې وایي، دا چاره منفي اغېزې درلودلی شي او ټینګار کوي چې د پیسو د ساتنې په موخه دې لازمې پالیسۍ جوړې او عملي شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي: « موږ نه یوازې دا باید زده کړو چې پیسې څنګه مصرف کړو بلکې باید د پيسو ساتنه هم زده کړو. لکه څرنګه چې موږ د بهرنیو کرنسیو بانک نوټونه ښه ساتو، باید همداسې باید افغانۍ هم وساتو. البته باید ووایم چې د افغانیو بانک نوټونو کیفیت څه کم دی، باید د ساتنې لپاره یې ښه مدیریت وشي. »

د افغانستان بانک دغه راز وايي، سږ کال د هېواد په کچه د ۲میلیارده، ۵۴۱ میلیونه او ۶۴۵زرو افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه راټول او سوځول شوي دي.

د بانک د مسوولینو په خبره، په همدې موده کې د پیسو د ټولیز ګردښت ارزښت ۴۰۹میلیارده افغانیو ته رسېدلی.

د افغانستان بانک د دغو بانک نوټونو د سوځولو موخه په بازار کې د نغدو پیسو ښه مدیریت او د افغانیو د اعتبار ساتل بللي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist