هند ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوی لاهم له اړونده هندي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

افغان پلاوي د یاد هېواد له چارواکو سره په اړونده مسایلو د خبرو په موخه ګڼې ناستې ترسره کړې دي.

د کرنې وزارت وایي، په تازه لیدنو کې افغان پلاوي د هند د کرنیزو څېړنو د برخې له مسوولینو سره کتلي.

وزارت زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د کرنیزو څېړنو شورا او د هند د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ له مسوولینو سره وکتل او د کرنې په برخه کې یې د علمي، روزنیزو او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.»

د دې سفر په لړ کې د کرنې وزیر، د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولانه سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د کرنې سکتور اړوند د فرصتونه تشریح او د ګډو همکاریو په تړاو یې خبرې کړې دي.

د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر، مولوي عطا الله عمري،د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له مسوولینو سره وکتل او د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې وکړې.»

که څه هم د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باوري دي او وایي چې دغه ډول سفرونه به ښې پایلې ولري خو ټینګار کوي چې د افغانستان د کرنې سکټور د پیاوړتیا، د محصولاتو د لوړولو او په ټوله کې د نوښتونو د رامنځ ته کیدو لپاره باید له هندي متخصص لوري سره مسایل شریک او تجربې یې په هېواد کې پلې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي:« په کومو برخو کې چې دوی ستونزې لري، هغه باید په ګوته کړي، هغه باید هندوستان د کرنې برخې له متخصصینو سره باید شریک کړي، څنګه کولای شو موږ او تاسې دغه ستونزه حل کړو، که چېرې موږ او تاسې خپلې ستونزې لیدلي وي، ستونزو باندې پوهېږو او د ستونزو د حل لارو لپاره یې ماشینري نه لرو، نو د ماشینري د لاسته راوړلو لپاره، د تخمونو د اصلاح لپاره، موږ او تاسې څنګه باید تخمونه اصلاح کړو. نو په دې هره برخه کې، د هرې برخې بیارغولو لپاره یا پرې د کار کولو لپاره عملیاتي کارونو ته اړتیا ده. نو د کرنې پياوړتیا او پرمختګ لپاره غوره لاره دا ده چې څنګه کولای شو، دغه محصولات چې نن په افغانستان کې تولید کېږي، په کمه اندازه دي، دې رشد ورکړو.»

هند ته افغان پلاوي په خپل دې سفر کې چې تېره اوونۍ ترسره شوی، هلته د جوارو او غنمو د اصلاح نړۍوال مرکز، د کچالو نړۍوال مرکز او د سرې د پراختیا نړۍوال مرکز له مسؤولینو سره هم کتلي او د کرنې په برخه کې یې د تخنیکي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه کړي.

شریک یې کړئ