Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/09

له ترکمنستان سره پوله کې د فاریاب ولایت له اقینې بندر څخه د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر پورې د اوسپنې پټلۍ د یوې نوې کرښې غځولو چارې  پیل شوې.

د یادې پروژې په لومړي پړاو کې به له اقینې بندر څخه د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ تر مرکز پورې د لس کیلومټره رېل پټلۍ د جوړولو چارې د څه باندې ۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت عملي شي.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایي، د پروژې د دویم پړاو چارې هم په قرار داد ورکړل شوې دي چې د فاریاب له اندخوی ولسوالۍ څخه د جوزجان ولایت تر شبرغان ښار پورې د ۵۵ کیلومټره نوې رېل پټلۍ غځول په کې شامل دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي: « له اندخوی څخه تر شبرغان پورې د پاتې ۵۵ کیلومټره برخې د سروې او ډیزاین چارې هم د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې او دا مهال جریان لري. همدارنګه له مزار شریف څخه تر شبرغان پورې د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین په اړه له یوه کورني ساختماني شرکت سره خبرې روانې دي چې له هوکړې وروسته به یې عملي چارې هم پیل شي.»

د اقینې بندر او اندخوی ولسوالۍ ترمنځ د ۱۰ کیلومټره رېل پټلۍ د جوړولو چارې له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې روانې دي.

د پروژې پلي کوونکي شرکت مسوولین وایي، دا رېل کرښه به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

انجینر محمد یونس وزیري وايي: « دا کرښه په لوړ معیار او کیفیت غځول کېږي. موږ یې د کاري کیفیت په اړه افغانانو ته پوره ډاډ ورکوو. دا عادي کرښه نه ده بلکې د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د اړیکو، وفادارۍ او ښه ګاونډیتوب نښه ده او د دغسې پروژو پلي کېدل به اړیکې نورې هم پراخې کړي.»

د هېواد په شمال کې به د رېل دا کرښه د سوداګرۍ د لېږد لګښتونه راکم او افغانستان به د سیمې په مهم ټرانزیټي څلورلارې بدل کړي. خصوصي سکټور بیا باور لري چې له دې اقدام سره به د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي او د تخنیکي معیارونو پر تطبیق کولو ټینګار کوي.

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ د صنعت او سوداګرۍ خونې مدیر ابراهیم یولداش وايي: « له دې سره به بارونو په انتقال او ښکته پورته کېدو کې چټکوالی راشي. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې لپاره لوی هنګرونه ستندرد جوړ کړي، ترڅو د سوداګرو مالونه خوندي شي. همدارنګه د بارونو د تخلیې لپاره سایه وانونه هم جوړ شي.»

د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې اداري مرستیال معراج‌الدین پرهېز وايي: « له اندخوی څخه تر شبرغان پورې لس کیلومټره نور کار هم کېږي. دا مهال په عاجله توګه پر دویم خط هم کار روان دی، ترڅو دا کرښه دوه خطه شي. په پام کې ده چې دا پټلۍ شبرغان ته را ورسېږي او بیا له هغه ځایه د مزار شریف له رېل کرښو سره یوځای شي.»

اقینه د هېواد په شمال کې هغه سوداګریز بندر دی چې د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له لارې افغانستان او ترکمنستان سره نښلوي. دلته د اوسپنې پټلۍ له لارې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۲۵۳ زره مټریک ټنو زیات توکي لېږدول شوي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او ټرانزیټي فعالیتونو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist