Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/08

د صنعت او معدنی اوونۍ پنځم نړیوال، اوه ورځینی نندارتون پای ته ورسېد. چارواکي وايي، د دې نندارتون پرمټ وتوانېدل چې د افغانستان داخلي تولیدات کورنیو او بهرني سوداګرو ته معرفي کړي او په دې موده کې سلګونه زره کسانو له نندارتون لیدنه کړې.

په یاد نندارتون کې نږدې۳۳۰ شرکتونو په ۳۶ مختلفو سکټورونو کې د ۴۰۰ غرفو په لرلو سره، خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.

د دې نندارتون د مسوولینو په خبره، ګډونکونکو صنعتي شرکتونو په تېرو۷ ورځو کې تجارتي او نورو ناستو په لړ کې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت کورني او بهرني تړونونه  لاسلیک کړي چې دا د افغانستان د صنعتي اواقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

د صنعت او معدن اونۍ پنځم نندارتون د رسنیو مسوول منصور یوسفزی وايي: « په دې نندارتون کې د ۳۶ مختلفو سکټورونو اړوند ۳۲۸ شرکتونو په څه باندې ۴۰۰ غرفو کې ګډون کړی و. د دې نندارتون د بي‌‌ټو‌بي او نورو ناستو په جریان کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ۵۰ تفاهم لیکونه او قراردادونه لاسلیک شول. د دغو قراردادونو له ډلې لس قرارداده د افغانستان د اوسپنې وېلي کولو سکټور او ایراني پلاوي ترمنځ د فابریکو د تجهیزاتو او خامو موادو په برخه کې لاسلیک شوي دي.»

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال محمد رفیع عظیمي وايي: « دا نندارتون د توکو د تولید، پروسېس، معدن کارۍ او نورو برخو کې د بېلابېلو شرکتونو ترمنځ د تجربو د انتقال او د اغېزناکو تفاهم لیکونو لاسلیکولو لپاره غوره فرصت برابر کړ.»

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي کلک هوډ شوی چې په افغانستان کې صنعتي انقلاب رامنځ ته شي او هڅه داده چې د کورنیو تولیداتو کیفیت لوړ او له نړیوالو ستندردونو سره سمون ورکړل شي.

نورالدین عزیزي وايي: « موږ بیا هم ملاتړ کوو او تاسو ټولو باید پام وي چې لکه څرنګه چې موږ اعلان کړی، که خدای کول افغانستان کې به صنعتي انقلاب راولو؛ همدارنګه، د افغان تولیداتونو کیفیت به دومره لوړوو چې د نړۍ له پرمختللیو شرکتونو سره سیالي وکړای شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز وايي چې په کور دننه په بېلا بېلو برخو کې د تولیداتو کچه لوړه شوې او اوس افغانستان په ۳۰۰ برخو کې پر ځان بسیا دی.

نورالدین عزیزي په دې اړه وايي: « ورځ تر بلې خپلو هیلو او ارزوګانو ته نږدې کېږو؛ زموږ تولیدات د ځان بسیاینې په لور روان دي، که څه هم معیاري وو، خو لا نور هم معیاري شوي دي، د ځان بسیاینې اقلام لا ډېر شوي او دا مهال د درملو په ګډون، تر ۲۰۰۰ قلمو توکي تولیدوو. د خدای شکر دی نن ورځ په ګڼو برخو کې پر ځان بسیا شوي یو. زه ویلی شم چې په ۳۰۰ برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلي یو.»

د عزیزي په خبره، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په ټول هېواد کې۱۵۰ زره جرېبه ځمکې صنعتکارانو ته په واک کې ورکړل شوې دي او تردې مهاله نږدې ۶۰۰ شرکتونوته کابو ۲۰۰۰ نومرې ځمکې وېشل شوې دي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر وايي: « له ۱۵۰ زره جرېبو ډېره ځمکه د شیخ صاحب له خوا په ټولو ولایتونو کې صنعتکارانو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته سپارل شوې او شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو ته یوازې تېر کال څه کم ۳۰۰۰ جرېبه ځمکې وېشل شوې دي.»

نور الدین عزیزي دا هم ویلي چې تر اوسه ۵۹۰۰ تولیدي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

د سوداګرۍ وزیر او افغان سوداګرو له خلکو وغوښتل چې له خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د بهرنیو توکو په ځای کورني تولیدات وپېري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist