د ایران- اسراییلو، امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ وروستیو سیاسي کړکېچونو سیمه ییز اقتصاد ننګولی او اغېزې یې ان تر افغانستانه را رسېدلې دي.
د کابل، هرات او مزارشریف په ګډون، د هېواد په لویو ښارونو کې د پټرولو، ډیزلو او ګازو بیې په تېرو څو ورځو کې د پام وړ لوړې شوې دي.
بلخ کې د تېلو واردوونکي او کاروباریان وایي، دوی خپل ډېری نفتي توکي د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته واردوي چې د بیو لوړوالي لامل یې هم وروستي سیاسي کړکېچونه او پر واردېدونکو نفتي توکو محدودیتونه دي.
د تېلو واردوونکي په کور دننه د تېلو چاڼ خونو پر پراختیا او ظرفیت لوړونې ټینګار کوي.
د تېلو واردوونکی عبدال واحد نیازی وايي: « کلونه کېږي چې موږ یوازې واردوونکي او تل ګاونډیانو ته متحاج یو. د اسلامي امارت له راتګ سره اوس د هېواد په داخل کې هم نفت استخراجېږي او چاڼ ځایونه ورته جوړ شوي دي؛ خو دا چاڼ ځایونه معیاري نه دي او نه شي کولی تېل په لوړ کیفیت تصفیه کړي. نوا دا ښکاره خبره ده چې له بهر څخه د تېلو واردات ګران پرېوزي.»
د تېلو واردوونکی سید همایون وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې د هېواد په داخل کې د تېلو چاڼ ځایونه زیات کړي، ترڅو خپل نفت په خپله تصفیه کړو، هېواد مو ځان بسیا او د خلکو لپاره یې بیې ټیټې شي.»
افغانستان چې تر ډېره پر وارداتو متکي هېواد دی، په نړیواله کچه د تېلو په بیو کې له هر ډول بدلون څخه په مستقیمه توګه اغېزمنېږي. د نفتي توکو بیو لوړوالی نه یوازې اقتصادي فشار زیاتوي بلکې ټولنیزې ستونزې هم ژوروي.
اسلام کلا، تورغونډۍ، آقینه او حیرتان هغه بندرونه دي چې له لارې یې هره ورځ تر اته زره ټنو پورې نفت هېواد ته را واردېږي.
چارواکي ډاډ ورکوي چې تر ډېره بریده یې د بې کیفیته تېلو مخه نیولې او په بازارونو یې د څارنې برخه کې ټیمونه ګومارلي دي.
شمال زون کې د نفتي توکو ټولنې رییس حاجي مومین ضیایي وايي: « موږ له روسیې او بېلاروس څخه هم تېل واردول، خو اوس روسیه کې هم ستونزې پیدا شوې دي او روسیه خپله د تېلو له کمښت سره مخ شوې. روسانو هم له قزاقستان او قرغېزستان څخه تېل پېرلي دي. اوکراین د روسانو د تېلو چاڼ څو سترچاڼ ځایونه ویشتلي او له کاره غورځولې دي. بیا هم، موږ له ازبېکستان او دغه راز د اقینې او توغونډۍ بندرونو له لارې له ترکمنستان څخه تېل واردوو. زه فکر نه کوم چې دا ګراني دې ډېر دوام وکړي.»
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس امیرمحمد متقي وايي: « زموږ د کمیسیون ملګري د تېلو پر کمیت او کیفیت څارنه لري او اجازه نه ورکوي چې څوک ګران فروشي وکړي.»
په مزارشریف ښار کې یو شمېر موټرچلوونکي بیا وایي، د تېلو بیو لوړوالي یې پر ورځني ژوند منفي اغېز کړی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د ټرانسپورټ کرایې او د لومړنیو توکو بیې به هم لوړې شي.
د دوی په خبره، همدې څو ورځو کې د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۷۵ افغانیو ته لوړه شوې چې له امله یې د خپلو لګښتونو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي.
موټر چلوونکی محمد کمال وايي: « د تېلو بیې له ۶۵ څخه ۷۵ افغانیو ته پورته شوې او دغه راز د ګازو بیې هم لوړې شوې دي. بله خبره دا ده چې ډېر بې کیفیته تېل هم بازار ته راغلي، په دې اړه د حکومت پاملرنه غواړ.»
موټر چلوونکی عبدالله زیار وايي: « موږ موټر چلوونکو ته هېڅ نه پاتې کېږي. کومه کرایه چې له مسافرو اخلو، بېرته یې په تېلو مصرفوو. له حکومت هیله لرو چې د تېلو بیې راټیټې کړي.»
د معلوماتو له مخې، دا مهال هېواد کې د نفتي توکو پروسېس ۱۴ چاڼ خونې شته دي چې که پانګونه پرې وشي او ظرفیت یې لوړ شي، د قشقري، زمردسای، انګوت طوطي میدان نفت به په لوړ کیفیت او مناسب قیمت د هېواد بازارونو ته وړاندې شي.