نړیوال بانک د خواړو خوندیتوب او د کاري فرصتونو په نوم یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان، منځني ختیځ، سوېلي افریقا او پاکستان د خواړو او کرنې سیسټمونو مثبت بدلونونه کولی شي په دغو سیمو کې اقتصادي پر مختګونه را منځته کړي.
په راپور کې ویل شوي، دا پرمختګونه همداراز د تدریجي زیاتېدونکو بحرانونو مخنیوی کې مرسته کولی شي.
په راپور کې د دې هېوادونو د اقتصادي ننګونو عمده لاملونه، دوامداره شخړې ، د خواړو ناامني، د اوبو کمښت او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې، ښودل شوې دي.
نړیوال بانک د دې ستونزو د حل لپاره د پانګونې د یوه لنډ مهاله پلان پر عملي کولو ټینګارکړی او وايي چې له عملي کېدو سره به یې د ٥ میلیونه وګړو لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي.
د منځني ختیځ، سوېلي افریقا، پاکستان او افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییسې مسکې بهراني ویلي: « دا راپور ښیي چې سیمه کولی شي د عملي او لنډمهالو اقداماتو له لارې د خواړو خوندیتوب ښه، د کرنې سیسټمونه پیاوړي او میلیونونه نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.»
راپور کې دغه راز راغلي، په دغو سیمو کې شاوخوا ١٨ سلنه خلک په شدیده توګه د خواړو ناامني تجربه کوي او ٤٢ سلنه نور بیا مناسب خواړه نه شي ترلاسه کولی.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، افغانستان او سوریه په دې سیمه کې تر نورو زیات پر وارداتو تکیه لري او دې کار یې اقتصادي وضعیت زیات ټکنی کړی.
د افغانستان بانک مسوولین بیا وایي، په هېواد کې یې د کوچنیو او لویو پانګونو لپاره چاپېریال چمتو کړی.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: « اوس افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او موږ له کورنیو سوداګریزو بانکونو سره په دې بحث کړی چې څنګه کولی شي په ټولګټو پروژو کې پانګونه وکړي. په لومړي سر کې به د هرات – مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه دوی ته سپارل کېږي او دوی به یې تمویلوي. هڅه دا ده چې په ټولو برخو کې له اړوند ادارو سره په همغږۍ د پانګونې شرایط برابر او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا د نړیوال بانک په ګډون له ټولو مرستندویه بنسټونو غواړي چې اقتصادي همکارۍ د سیاسي ملحوظاتو قرباني نه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر صادق حمید زوی وايي: « له افغانستان سره سیاسي ملحوظات پالل کېږي. دوی د هغو شعارونو له مخې مرستې نه کوي چې د دوی له خوا ورکول کېږي.»
د نړیوال بانک په راپور کې موندل شوې چې که د کرنې او خواړو خوندیتوب لپاره ګامونه پورته نه شي، تر٢٠٥٠ زېږدیز کال پورې به د غذایي ناامنۍ کچه ٦٧ سلنو ته لوړه شي .