د هرات ځایي مسوولین وایي، نږدې راتلونکي کې به د هرات-اسلام کلا لویې لارې د دویم لین جوړولو چاري پیل شي.
د مسوولینو په خبره، دغه لار ۱۲۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د جوړولو چاري یې د ټول پلازې په بدل کې په قرارداد ورکړل شوې دي.
د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات – اسلام کلا لویې لارې د دویم لین جوړولو کارونه چې ۱۲۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د امیرالمؤمنین له خوا تر منظورېدو او د ټولګټو وزارت له تایید وروسته، په نږدې راتلونکي کې پیل کېږي.»
د هرات-اسلام کلا لویه لار، یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده چې ډېری سوداګریز توکي له ایران څخه له همدې لارې هېواد ته واردېږي.
سوداګر وایي، د دې لویې لارې د دویم لین په بشپړېدو سره به د هرات او اسلام کلا بندر ترمنځ د توکو لېږد را لېږد چټک، منظم او خوندي شي.
د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « دا د هرات ولایت لپاره یوه ډېره مهمه پروژه ده. د دې ولایت په تاریخ کې دومره لوی کار نه و شوی. زه له هغو ټولو کسانو مننه کوم چې د دې پروژې لپاره یې زحمت ایستلی، په ځانګړې توګه له هرات والي څخه.»
بله خوا، د هرات اوسېدونکي بیا وایي، د دې لارې د دویم لین جوړېدو سره به ټرافیکي پېښې او ګڼه ګوڼه راکمه او مسافرو خوندیتوب ورسره زیات شي.
د هرات اوسېدونکی سید نجم الدین وايي: « ما دا خبر پر خواله رسنیو ولوست، ډېر خوښ شوم. سره له دې چې د هېواد او سیمې له پرمختګ سره مرسته کوي، د ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري او له دې مسیر څخه تېرېدونکو خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.»
د هرات اوسېدونکی محمد رفیق وايي: « موږ د دې سړک جوړېدل به نېک پال نیسو؛ ځکه په دې سره د توکو په لېږد کې سهولت رامنځته کېږي، له پېښو مخنیوی کېږي او زموږ د ټولنې اقتصاد ورسره پرمختګ کوي.»
د هرات ـ اسلام کلا لویه لار چې افغانستان په مستقیم ډول له ایران او له هغه ځایه بیا له عراق، ترکیې، اذربایجان او ارمنستان هېوادونو سره نښلوي، له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو ګڼل کېږي.