Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/01

د افغانستان سوداگرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د دې ادارې یو شمېر چارواکو قرغېزستان ته د رسمي سفر پر مهال، د دې هېواد سوداګرۍ او اقتصاد له وزیر سره لیدلي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند له شمشاد سره په خبرو کې تایید کړه چې افغان چارواکو د بشکېک له سوداګرۍ او اقتصاد وزیر سره په لیدنه کې پر ګډې سواګرۍ او پانګونې خبرې کړې. د هغه په خبره، دواړو لورو د کابل او بشکېک ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو ټنیګار کړی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند احسان الله احسان وايي: « قرغېزستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د دې هېواد د تجارت او اقتصاد له مرستیال وزیر سره لیدلي. په دې لیدنه کې د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار شوی او ترڅنګ یې افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګډو همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې.»

په یاده لیدنه کې افغان لوري ټنیګار کړی چې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا سوداګریزو بازارونو د اتصال مهم رول لوبوي او کابل او بشکېک باید د کرنې، صنعت او پانګونې برخو کې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند په دې اړه وايي: « د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس په دې لیدنه کې روښانه کړې چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د بازارونو په اتصال کې مهم رول لوبوي او له همدې امله یې د کابل او بشکېک ترمنځ د کرنې، صنعت او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر لا ډېرېدو ټینګار کړی.»

بله خوا، اقتصادي چارو شنونکي دا ډول سفرونه خورا مهم بولي او ټنیګار کوي چې له شته فرصتونو باید ګټه پورته شي. دوی همدراز د اړیکو پر رغښت او ټنیګښت ټنیګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « قرغېزستان ته د افغان اقتصادي پلاوي سفر او دغه راز د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته سفرونه ډېر اړین دي. موږ باید دامهال د منځنۍ اسیا او نورې نړۍ له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې ټینګې وساتو او له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلو. همدارنګه قرغېزستان داسې یو هېواد دی چې کولی شي له موږ سره په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.»

له پاکستان سره د سواګرۍ له بندېدو وروسته، افغانستان له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په رغولو او ټينګښت کې خورا زیاتې هڅې پیل کړې. کارپوهان وايي، دا چاره کولی شي د افغانستان اقتصادي ودې لپاره لوی فرصتونه رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist