Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

تاریخي ابدې او لرغوني ځایونه چې د هر هېواد له خورا مهمو تاریخي او فرهنګي میراثونو ګڼل کېږي او په معاصره نړۍ کې د سیاحت مهمه وسیله ده، زموږ د هېواد په ځینو سیمو کې له ډول ډول خطرونو سره مخ دي او دا مهال ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
د هلمند په مرکز لښکر ګاه ښار کې د غزنویانو له  دورې پاتې د سلطان مسعود تاریخي قصرونه چې د لرغونپوهانو په وینا له ۷۰۰ تر۱۱۰۰ کلونو پورې لرغونتیا لري، اوس مهال یې ګڼې برخې ویجاړې شوې او د ورکې له خطر سره مخ دي.

لرغونپوه محمد اسماعیل شریعت یار وايي: « دا کلا زموږ تاریخي ميراث دی او باید ژوندۍ وساتل شي. که څوک له دې کلا لیدنه وکړي، په اسانۍ سره ورته ښکاري چې پر دې کلا څه تېر شوي یا دا چې د هغه مهال نظام، سوق او اداره څه ډول جوړ وو. دا کلا موږ ته ډېر ارزښت لري او که د ارزښت په اړه یې خبرې وکړو، کتابونه پرې لیکل کېدای شي.»

د هلمند اوسېدونکي وایي، په لښکرګاه ښار کې شته تاریخي کلاوې او لرغوني ابدات د افغانستان د فرهنګي او تاریخي میراث مهمه برخه ده او باید د ساتنې او بیارغونې لپاره یې جدي پاملرنه وشي.

د دوی په خبره، د دغو تاریخي ځایونو رغول به نه یوازې د سیمې تاریخي هویت خوندي کړي بلکې د ګرځندوی صنعت به هم ورسره وده او پراختیا پيدا کړي.

د لښکرګاه اوسېدونکی ځوان تکل وايي: « لومړی باید ووایم چې د هر هېواد لپاره خپل لرغوني او تاریخي اثار ډېر ارزښت لري. زموږ لرغوني اثار هم ځکه مهم دي چې دوی زموږ تېر هویت دی او دا ثابتوي چې زموږ نیکونو څخه ډول ژوند درلود.»

د هلمند اوسېدونکی محمد معصوم هوايي: « زه له حکومت غوښتنه کوم چې دا کلا او ورته نورې کلاګانې بیا ورغوي، ځکه پر دې زموږ د نیکونو تاریخ یادېږي. خلک باید راشي او د دې لیدنه وکړي.»

بله خوا، د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره ځانګړې  قطعه جوړه شوې او د احتمالي تخریب مخنیوی يې شوی.

دوی زیاتوي، د بست کلا په ګډون د یو شمېر تاریخي سیمو د بیارغونې چارې روانې دي او په راتلونکي کې به د نورو تاریخي ابداتو د رغونې او ساتنې پروژې هم پلې شي.

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر حیات الله یوسف وايي: « په هلمند ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند۸۰ لرغوني ځایونه یا تاریخي ابدات شته. د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست دغو اثارو ته پوره پاملرنه کوي او د ساتنې لپاره یې د صفر دوولس(۰۱۲) ځانګړې قطعه جوړه شوې. دا قطعه نه یوازې د تاریخي اثارو ساتنه کوي بلکې له غصب او ویجاړېدو څخه یې هم ساتي او په کې د خپلسرو کیندنو مخه نیسي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې تاریخي ابداتو ته زیان ونه رسېږي.»

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې شاوخوا ٨٠ تاریخي سیمې شته چې په وروستیو کې د اطلاعاتاو فرهنګ وزارت له لوري د تاریخي اثارو په توګه ثبت شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist