د هرات ګذرې ولسوالۍ د سیاوشان کلي ډېری اوسېدونکي د کرنې له لارې د ژوند اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. د دې کلي یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال د وروستیو بارانونو له امله د کچالو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات شوي، خو د مناسب بازار نه شتوالی، باکیفیته کیمیاوي درملو ته نه لاسرسی او د حاصلاتو ساتلو لپاره د سړو خونو نه شتون هغه ننګونې دي چې دوی یې په ټیټه بیه د خپلو محصولاتو پلورلو ته اړ کړي.
کروندګر حبیب الله وايي: « د کچالو بیې ډېرې ټیټې شوې دي، څو میاشتې وړاندې یو من کچالو په ۲۲۰ افغانیو پلورل کېدل، خو اوس ۷۰ افغان پلورل کېږي. د دې کروندې کارګري، سره، تخم او نور له جیبه ورکوو، شوي حاصلات خپل لګښت نه پوره کوي.»
کروندګر غلام فاروق وايي: « په ۲۲۰ افغانۍ مو د دې ځمکې لپاره تخم کچالو اخستي، خو اوس یې حاصلات له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورته څوک نه اخلي. زموږ زحمت په اوبو لاهو شو.»
د کرنیزو متخصصانو په باور، د حکومت له خوا د سړو خونو جوړول، بهرنیو وارداتي حاصلاتو مخنیوی، کروندګرو ته د اصلاح شویو کرنیزونو تخمونو وېش او بهرنیو هېوادونو ته د داخلي حاصلاتو صادراتو زمینې برابرول هغه څه دي چې کولی شي په کوردننه د کرنیز سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د کرنیزو چارو متخصص عبدالظاهر آزاد وايي: « که چېرې معیاري او ګڼ شمېر سړې خونې جوړې شي، هم مواد ساتل کېږي او هم بیې ثابتې پاتې کېږي. له دې سره هم خلکو ته ګټه رسېږي او هم بزګرانو ته.»
په همدې حال کې د هرات کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، سږ کال په دې ولایت کې ۱۳۱۰ هکټاره ځمکې باندي کچالو کرل شوي او تمه ده چې ۱۸ زره ټنه حاصلات ترې ترلاسه شي.
د هرات کرنې ریاست د کرنیزو چارو متخصص نصیراحمد قاضيزاده وايي: « د ولسوالیو په کچه د پیازو او کچالو زېرمې جوړې شوې دي. موږ به ګذره ولسوالۍ کې یوه سړه خونه لرو او بله هم په پام کې ده چې په کرخ ولسوالۍ کې جوړه شي. دغه راز د امیرالمؤمنین په حکم ۱۰۰۰ جرېبه ځمکه هم د سړو خونو جوړولو لپاره ځانګړې شوې چې تمه کېږي راتلونکی کال یې عملي چارې هم پیل شي.»
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، کچالو تر ډېره په اوبه، پښتون زرغون، انجیل، فرسي او ګذرې ولسوالیو کې کرل کېږي. دوی زیاتوي، حکومت د معیاري سړو خونو جوړولو لپاره شاوخوا زر جرېبه ځمکه ځانګړې کړې او د دې پروژې چارې به په نږدې راتلونکې کې پیل شي.