Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/16

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اعلان سره سم چې ویلي یې دي، مرکچيان يې له ایران سره هوکړې ته رسېدلي، د دې هېواد مرستیال ولسمشر وایي، دا هوکړه به منځنی ختیځ د ۵۰ کلونو لپاره په بنسټیزه ډول په مثبته توګه بدل کړي.

جې‌ډي وېنس فاکس نیوز ته ویلي، له ایران سره هوکړه دا وړتیا لري چې منځنی ختیځ د راتلونکو ۵۰ کلونو لپاره په بنسټیز ډول بدل کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې: « باید په روښانه ټکو ووایم چې له ایران سره زموږ هوکړه دا وړتیا لري چې منځنی ختیځ د راتلونکو ۵۰ کلونو لپاره په بنسټیزه توګه بدل کړي.  د نړۍ دا سیمه زما ټول عمر او ان تر هغې هم اوږده موده له ترینګلتیا ډکه پاتې شوې. اوس به په منځني ختیځ کې د بریا او هوساینې نوي دور پيل ممکن شي. تاسې پوهېږی چې له منځني ختیځ د امریکا خلکو ته هم ډېره هوساینه رسېږي.»

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې، ډونالډ ټرمپ‌ په دې بریالی شوی چې د ایران له اړخه امريکا ته متوجه ګواښ له منځه یوسي. په ورته مهال، خپله ډونالډ ټرمپ بیا ویلي چې له ایران سره تړون بشپړ شوی او ټولو اړخونو ته یې مبارکي ویلې.

ټرمپ زیاته کړې: « زه اجازه ورکوم چې د هرمز تنګی له حق العبور پرته په بشپړه توګه پرانستل شي او په ورته وخت کې پر ایران د امریکا سمندري کلابندي پای ته رسوم. د نړۍ بېړيو خپل ماشينونه چالان کړئ او د تېلو لېږد پیل کړئ.»

په ورته مهال، ایراني چارواکو هم تایيد کړې چې له امریکا سره تړون وروستی شوی او رسمي لاسلیک به یې د جمعې په ورځ د سویس په جنیوا کې ترسره شي.

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي ویلي: « د لبنان په ګډون په مختلفو جبهو کې د جګړې او پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پای ته رسېدل به نن شپه اعلان شي. د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره به هم نن شپه لرې شي.»

ها خوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم اعلان کړی چې دواړه هېوادونه هوکړې ته رسېدلي او د جمعې په ورځ د جون پر ۱۹مه به یې په سویس کې لاسلیک کړي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی او دا یې د سوله‌ییز حل لپاره مهم ګام بللی.

انټونیو ګوټېرېش ویلي: « ایران او امریکا د سولې پر هوکړه موافقه کړې. دا د شخړې د سوله‌يیز حل پر لور یو مهم ګام دی.»

بل پلو، جاپان، اسټرالیا، قطر، بریټانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، اروپایي ټولنې، یو شمېر نړیوالو سازمانونو او بنسټونو هم د امریکا او ایران ترمنځ د سولې تړون ته د رسېدو هرکلی کړی.

دغو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د دوړاو هېوادونو ترمنځ سوله‌ییز حل د سیمې او نړۍ سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره خورا مهم ګام بللی.

افغان کارپوهان د ایران امریکا جګړې پای ته رسېدو او هرمز تنګي خلاصېدو په تړاو وايي چې دا تړون نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته هم مثبت زېری دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د ایران او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه نه یوازې د افغانستان او سیمې لپاره ښه زېری دی بلکې په نړۍ کې به د یوې بلې جګړې مخه هم ډپ کړي. جګړې تاوانونه او بشري ناورینونه رامنځته کوي او شاته زښت ډېر کړاوونه پرېږدي. سره له دې چې دې جګړې وار دمه سیمې او نړۍ ته تاوانونه رسولي دي.»

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « کله چې امریکا او ایران سره ښکر په ښکر شول، سیمې او نړۍ باندې یې ډېر اغېز وکړ. اوس به ایران د پخوانیو منفي غرضونو په ځای دوستۍ، ښو اړیکو او سوداګرۍ ته مخه کړي او دا کولی شي پر افغانستان هم مثبت اغېز پرېږدي.»

د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له امله چې د هرمز تنګی به بیا پرانستل شي، د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې دي.

د یو بېرل خامو تېلو بيه ۳.۸سلنه راټیټه شوې او ۸۴.۰۲ ډالرو ته ورسېدلی ده. د امریکا خام تېل ۱.۴سلنه راټیټ شو او ۸۱.۴۰ ډالرو ته رسېدلي. د هرمز تنګی چې په نړۍ کې د انرژۍ د ټرانزیټ لویه لاره ده، د فبروري په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسراییلو له هوايي بریدونو وروسته تړل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist