Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/11

د پنجشیر زمرد په کور دننه او بهر د قېمتي کاڼو په قطار کې خپل ځانګړی نوم او ځای لري. په يوه تازه اقدام کې هلته ۱۲ زره قیراطه استخراج شوي زمرد پلورل شوي دي.

ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې څه باندې ۴ میلیونه، ۷۷۰ زره افغانیو په ارزښت نږدې ۱۲ زره قیراطه زمرد پر کورنيو سوداګرو پلورلي دي.

د پنجشېر کانونو ریيس وايي: « په دې داوطلبۍ کې د ۹ زره ۷۷۹ قیراطو په وزن، ۱۰ کارټنه استخراج شوي زمرد د ۷۵ زره ۷۲۰ امریکايي ډالرو په کې پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول.»

په ورته مهال، د پنجشېر والي وایي، د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راهيسې تر یوې شفافې پروسې لاندې په دې ولایت کې د کانونو استخراج پیل شوی او په شفاف ډول د پلور لپاره بولۍ ته وړاندې کېږي.

د پنجشیر والي محمد اغا حکيم وايي: « د اسلامي امارت له قیام وروسته پر ملي عوایدو باندې ډېره جدي پاملرنه شوې. د زمردو معادن د یوې شفافې پروسې تر کنټرول لاندې استخراج کېږي او بیا د بولۍ څانګې ته را لېږدول کېږي. د معدن ریاست دنده لري چې دغه پروسه کنټرول کړي او د بیت المال حق وسپاري.»

همدارنګه، د کانونو او قېمتي ډبرو یو شمېر سوداګر وایي، د تېر پرتله د بولۍ او استخراج برخه ډېره شفافه ده او له حکومت غواړي چې د قېمتي کاڼو استخراج او صاداراتو په برخه ورته لا زياتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د قېمتي ډبرو سوداګر شایق وايي: « د پنجشېر زمرد په داخل او بهر کې ښه بازار لري او موږ یې تر پروسېس کولو وروسته په ښه بیه پلورو.»

سوداګر محمد عزیر وايي: « د جمهوریت په پرتله اوس د بولۍ پروسه شفافه ده. موږ له دولت تمه لرو چې د قېمتي ډبرو د صادراتو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

د پنجشېر سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، هلته د روان کال په لومړۍ ربع کې ۲۰ زره قیراطه زمرد استخراج شوي چې بیه یې ۴۲۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي. دوی ډاډ ورکوي چې د کانونو استخراج په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره پروګرامونه او طرحې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist