د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د لسګونه جوړېدونکو لوړ پوړیزو ودانیو له ډلې پر یوه عصري کمپلېکس شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کېږي.
مسوولین وایي، دا ودانۍ د نوې انجینرۍ له معیارونو سره سم، د پرمختللو امنیتي سیسټمونو، پراخو تمځایونو، دایمي برېښنا، عصري لفټونو او بېلابېلو سوداګریزو اسانتیاوو په لرلو سره جوړېږي، ترڅو د ښار د اوسېدونکو اړتیاوو ته مناسب او هوسا ځواب وړاندې شي.
د کمپلېکس مسوول فضل احمد احمدي وايي: « شمس استوګنیز بلاکونه په درېیو برخو کې ودان شوي چې لومړۍ برخه یې په ۱۳۸۸ کال په پنځو پنځه پوړیزو بلاکونو کې جوړه شوه. دویمه برخه د پنځو اته پوړیزو بلاکونو په لرلو سره په ۱۳۹۶ کال جوړه شوه چې ټولټال ۹۴ اپارتمانونه لري. د دې استوګنیز کمپلېکس درېیمه برخه اوس تر کار لاندې ده چې دا هم ۵ لس پوړیز بلاکونه لري چې ټول به ۲۱۰ اپارتمانونه ولري. په دې پروژې ټولټال ۱۵ میلیون ډالره پانګونه شوې.»
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، په مزارشريف ښار کې دېته ورته د لسګونه لوړ پوړیزو استوګنیزو ودانیو د جوړېدو چارې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې تر ډېره هلته د کرایي کورونو کمښت ستونزه هواره شي. د مسوولینو په خبره، پر دغو پروژو شاوخوا ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري مرستیال معراج الدین پرهېز وايي: « زموږ پانګوالو او سوداګرو د کور جوړولو په برخه کې شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره پانګونه کړې. دا مهال لسګونه پروژې روانې دي؛ په مزار شریف ښار کې داسې سړک، جاده او کوڅه نه شته چې په کې پر ودانیو کار نه وي روان. ټولې حکومتي ادارې له دې کارونو ملاتړ کوي.»
د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان وايي: « د کور او ښار جوړولو وزارت پلان او پالیسي جوړونکی وزارت دی چې د هېواد په کچه ټولو ولایتونو لپاره ښاري پلانونه جوړوي او د پلي کېدو لپاره یې ښاروالیو ته سپاري. د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصان د دغو پلانونو له تطبیق څخه څارنه کوي او د ښاري پلان خلاف عمل ته اجازه نه ورکوي.»
د لوړ پوړيزو ودانیو دغو پروژو نه یوازې د ښار په ښکلا او د معیاري ژوند برابرېدو کې ونډه اخستې بلکې زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
په دې پروژو کې په کار بوخت سردار وايي: « زه په پاکستان کې زیږېدلی او لوی شوی یم. شپږ میاشتې کېږي چې دلته راغلی یم او په دې پروژه کې په کار بوخت یم.»
یو بل کارګر احمد فواد وايي: « زه له خپلو سوداګرو هیله لرم چې راشي او دلته خپل هېواد کې کورونه او فابریکې جوړې کړي، ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او په غیر قانوني توګه له مهاجرتونو وژغورل شي.»
د یادونې وړ ده چې ډېری دغه لوړ پوړیزې ودانۍ د هغو پانګوالو له لوري جوړېږي چې له دې وړاندې یې په نورو هېوادونو کې پانګونې کړې وې، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې خپلې پانګې هېواد ته را انتقال کړې دي.