Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/08

د دې سیالیو تنظيموونکي وایي، سیالۍ د سرکاڼو ولسوالۍ پشد کلي په بېلې سيمه کې پيل شوې او په کې پر کونړ سربېره د کابل، لغمان، ننګرهار او نورو ولایتونو لوبډلې هم ګډون لري.

دوی يې موخه د ځوانو لوبغاړو پیدا کول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نشه‌يي توکو له کارولو يې خوندي ساتل بولي.

د ټورنمټ مسوول راحت شاه سادات وايي: « له دې ټورنمنټ څخه زموږ موخه دا ده چې ځوانان له نشو څخه را وګرځوو. په دې سیالیو د کلیو، ولسوالیو  او ولایت شاوخوا پنځوس لوبډلو ګډون کړی او له نورو لوبډلو سره هم په اړیکه کې یو چې ښايي شمېر یې زیات شي.»

د ټورنمنټ یو بل مسوول شریف الله وايي: « موږ چې کله هر کله دا سیالۍ جوړوو، له ۳۰ تر ۴۰ لوبډلې په کې برخه اخلي چې له کونړ سربېره د ننګرهار او کابل لوبغاړي او لوبډلې هم راځي.»

په ورته مهال، لوبغاړي د دې سیالیو پيل کېدو له امله خوښ دي او له کرېکټ بورډ غوښتنه کوي چې په سرکاڼو کې دې د لوبغاړو ملاتړ لپاره د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ کړي.

دوی دا سیالۍ د پټو استعدادونو پېدا کولو لپاره مهمې بولي او د ورته نورو سیالیو د ترسره کېدوغوښتنه کوي.

لوبغاړی بصیراحمد وايي: « له کرېکټ بورډ غوښتنه کوو چې دغو لوبو ته پاملرنه وکړي. زموږ له همدې لوبو یو شمېر لوبغاړي تر ملي لوبډلې رسېدلي.»

کرېکټ بورډ هم د کورني کرېکټ پیاوړتیا لپاره ورته سیالۍ مهمې بولي او ډاډ ورکوي چې خپلې بودیجې ته په کتو به د ټولو لوبغاړو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

موده وړاندې د کونړ د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري په سرکاڼو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ترسره شویو سياليو اتلولي ټايګر لوبډلې خپله کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist