Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/01

بلخ ولايت کې یو شمېر صنعتکاران وایي، په صنعتي پارکونو کې ډېری ځمکې له کلونو راهیسې بې‌ګټې پاتې دي او هېڅ ډول فعاليت په کې نه دی شوی.

د دوی په خبره، که دا ځمکې هغو پانګوالو ته وسپارل شي چې د فابریکو جوړولو ته لېوالتيا لري، نو دا به د صنعتي پراختیا، اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو زیاتوالي لپاره اغېزناک ګام وي.

صنعتکار محمد افضل افضلي وايي: « هغه ځمکې چې په صنعتي پارکونو کې شته او له کلونو راهیسې تشې پرتې دي، ښه خبره دا ده چې هغو کسانو ته وسپارل شي چې واقعا ً د صنعت لپاره کار کوي او تولیدي کارخونې جوړوي.»

صنعتکار عبدالزاهد وايي: « موږ له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه غوښتنه کوو چې له کلونو راهیسې غصب شوې ځمکې هغو صنعتکارانو ته ورکړي چې د ځمکې ستونزې لري.»

ځینې نور صنعتکاران د نوي صنعتي پارک په اړه اندېښنې لري. دوی ادعا کوي چې هلته د ځمکو بیې لوړې دي او د قسطونو د ورکړې موده لنډه ټاکل شوې چې د ډېرو صنعتکارانو له وسې پورته دي.

صنعتکار عبدالزاهد په دې اړه وايي: «دا ځمکې په قسطونو ورکول کېږي او دا صنعتکار ته ګټه نه کوي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا قسطونه اوو کالو ته پورته کړي، ترڅو صنعتکارانو ته هم ګټه ورسېږي.»

صنعتکار محمد یاسین عزیزي وايي: « د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې صنعتکارانو او سترو فابریکه لرونکو ته ډېرې ځمکې ورکړل شي، ترڅو لویې فابریکې جوړې او ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د بلخ ځايي چارواکي هم د صنعتکارانو ستونزې مني او وایي، هڅه کوي په دې صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش، بیو او نورو اړوندو موضوعاتو لپاره مناسبې حل لارې پيدا کړي.

د بلخ ولایت صنعت او سوداګرۍ رییس امیر محمد متقي وايي: « د صنعت او تجارت وزارت او ولایتي ادارې جدي پرېکړه کړې. د ځمکو پخوانیو کسانو ته وخت ورکړل شوی و او د جوزا په میاشت کې یې وخت پوره کېږي بیا د شکایت حق نه لري. له دې وروسته به موږ له دوی ځمکې بېرته واخلو او نورو صنعتکارانو ته به یې ورکړو.  بله خبره دا ده چې په صنعتي ساحو کې باید یوازې صنعتي فعالیت وشي، د بل فعالیت اجازه نه ورکول کېږي. همدارنګه د قسطونو په ډېرولو هم خبرې روانې دي.»

بلخ چې له مهمو صنعتي ولایتونو شمېرل کېږي، سلګونه تولیدي فابریکې په کې فعالیت لري. صنعتکاران باور لري چې د صنعتي ځمکو عادلانه وېش او د پانګونې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدل کولی شي، د تولیداتو کچه لوړه او د کارموندنې فرصتونه زیات کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist