Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

په پکتیا کې د ۳۶ رسمي کلبونو ترمنځ د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ پېل شوې. دغه سیالۍ هر کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري ترسره کېږي.


د تنظیموونکو په وینا، د دغو سیالیو له لارې دوی هڅه کوي چې د بېلابېلو سیمو ځوانو لوبغاړو ته د خپلې وړتیا ښودلو زمینه برابره کړي.


مسوولین وایي، د یادو سیالیو په مرسته به تکړه او ځلېدونکي لوبغاړي د وزیر محمد اکبرخان دویمې درجې ولایتي سیالیو لپاره غوره شي.


د پکتیا کرېکټ ولایتي آمر میرویس امان وايي: « ټولې ۳۶ لوبډلې دي چې د دوی ترمنځ به ۳ میاشتې لوبې کېږي او بیا به پایلوبه کوي. له دغو لوبډلو به ۴۰ غوره لوبغاړي انتخابوو او بیا به ورته روزنیز کمپونه جوړوو. دا سیالۍ د لوبغاړو لپاره ډېرې مهمې دي، ځکه له همدې لوبغاړو د وزیر محمد اکبرخان لوبو ته لوبغاړي ټاکل کېږي.»


اخوا د کرېکټ لوبغاړي هم دا ډول سیالۍ د کرېکټ د ودې لپاره مهمې بولي او زیاتوي، په ولایتي کچه د منظم کورني کرېکټ ترسره کېدل کولی شي د استعدادونو په موندنه او د مسلکي لوبغاړو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.


لوبغاړی رحمان زرمتی وايي: « دا سیالۍ د هغو لوبغاړو د استعداد څرګندولو لپاره فرصت دی چې په ولایتونو کې پټ پاتې دي. دوی باید دلته ځان ثابت کړي، ترڅو وړاندې لاړ شي.»


لوبغاړی رفېع صادق وايي: « هر لوبغاړی باید زحمت وباسي او ځان ثابت کړي، ترڅو مخکې کرېکټ لپاره چمتو شي.»


په پکتیا کې د ۲۰۲۶ میلادي کال لپاره د ثبت شویو کلبونو ترمنځ دا سیالۍ داسې مهال پیل کېږي چې لاهم د دې ولایت د کرېکټ لوبغاړي د همدې لوبې د ودې لپاره د لوبغالو او روزنځایونو په برخه کې منظمې اسانتیاوې نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist