د کارخونې یوه کارکوونکې وايي:« موږ هرات کې د ورېښمو کارخونه کې کار کوو. د ورځې ۳۰۰ افغانۍ مزد راکول کېږي. دا کار زموږ لپاره ښه دی،چې له لارې یې عاید ترلاسه کوو.»
که څه هم واک ته د اسلامي امارت له رسیدو سره زیاتو ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړل، خو اوس په هرات ولایت کې د ښځو کارونه او سوداګرۍ بېرته خپل عادي حالت ته راغلې ده.
د هرات اطلاعاتو او کولتور ریاست مشر مولوي نعیم الحق حقاني بیا وايي:« موږ د خویندو له کار او حضوره تل هرکلی کړی دی. ان شاء الله د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې به پر مخ ځو، څو وکولی شو،په دې برخه کې ښځو ته ښې کاري برنامې ولرو او د خویندو لپاره کاري زمینه برابره کړو.»