Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې

په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/11

د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت  د ښځو او ماشومانو۲۰ زره جوړې جامې عراق ته صادرې شوې.

مسوولین د دې جامو له کیفیت ډاډ ورکوي او زیاتوي چې په پام کې ده،  نږدې راتلونکي کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت نورې جامې هم یاد هېواد ته صادرې کړي.

هرات کې د جامو تولیدونکو ټولنې رییس عزیز الله نورزی وايي: « له نېکه مرغه موږ وکولی شول چې د ۲۰ ورځو په لړ کې دا محموله چمتو او عراق ته بار کړو. که خدای کول په نږدې راتلونکي کې به د دغو صادراتو د کچې لوړېدو لیدونکي اوسو. موږ دا مهال د ۲۰۰ زره نورو جوړو قرارداد هم ترلاسه کړی.»

ایران سوداګر جواد حکیمي وايي: « هغه محموله چې اوس چمتو شوی او عراق ته لېږل کېږي، ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالر دی، خو په بل پړاو کې به موږ له خپلو افغان همکارانو سره د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړو.»

په همدې حال کې د هرات د کسبګرو  اتحادیې رییس وایي، د دې ولایت کوچني صنایع، په ځانګړي ډول د لاسي بکسو، بوټانو او جامو د تولید برخه کې، د سیمه‌ییزو بازارونو د سیالۍ لوړ ظرفیت لري او بېلابېلو هېوادونو ته د صادراتو لپاره چمتو دي.

د هرات کسبګرو خونې رییس عبدالقدیر اکبري وايي: « موږ هڅه کوو خپل تولیدات لکه کیف، بوټانو او نورو تولیدات بهر ته صادر کړو. که څه هم زموږ ډېری تولید کړي توکي همدا اوس هم بهر ته صادرېږي.»

بله‌خوا، د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولان ټینګار کوي چې د صنعت‌کارانو ملاتړ او د صادراتو لپاره د زمینې برابرول، هېواد ته نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کولی شي او ډاډ ښيي چې دا ډول صادرات به يې زیات شي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « موږ تمه لرو چې زموږ له صنایعو لا ډېر ملاتړ او حمایت وشي، ترڅو زموږ هېواد په صادراتي هېواد بدل شي. د ډېرو صادراتو مانا دا ده چې موږ د خپل وطن پانګه ډېروو.»

د یادونې وړ ده چې دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي کې څه باندي ۱۲۰۰ لویي کارخونې فعالیت لري چې له ډلې یې ۱۱۲ هغه صادرات هم لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist