د کندهار صنعت کارانو د ټولنې مسوولین وايي،کندهار ته له کجکي برېښنا بند د برېښنا د تولید په زیاتوالي سره به د صنعتي پارک لسګونه بندې کارخونې بېرته فعاله شي.
د یادې ټولنې مشر فیض الحق مشواڼی وايي،دا مهال د صنعتي پارک د ۲۵۰ تولیدي کارخونو له ډلې ۱۳۰ کارخونې فعالې دي او ۷۰ نورو چارې یې د برېښنا د کمښت له امله بندې دي.
مشواڼی وايي،له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې صنعتي پارک د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دی،خو د برېښنا د مسوولینو له لورې ژمنه ورکړل شوې،چې د کجکي بند د برېښنا د تولید په زیاتېدو سره به د صنعتي پارک ستوزه هم حل شي.
مشواڼي زیاته کړه:« دا ستونزه له ۱۳۸۵ کال راهیسې ده. موږ له ډېره وخته د برېښنا له ستونزې سره مخ یو،خو اوس د برېښنا مسوولینو ژمنه کړې، چې ستونزه به حل شي.»
د مالوماتو له مخې،د بندو شویو کارخونو له امله ۲۵۰۰ کسان،چې په مستقیم ډول یې په یادو کارخونو کې کار کاوه، بېکاره شوي او نژدې ۱۵ زره نور کسان،چې په غیر مستقیمه توګه یې له یادو کارخونو سره بوختیا لرله، وزګار شوي.
د یوې کارخونې مسوول وايي:« د برښنا د نشتوالي له امله زموږ کارخونې بندې دي، چې په دې کارخونو کې یې کار کاوه،هغه بې کاره شوي، ۱۵ زره نور کسان چې په دې کارخونو کې په غیر مستقیم ډول مصروف وو، هغه هم بې کاره شوي. متاسفانه دا په داسې نازک حالت کېچې د بې کارۍ کچه لوړه او د توکو نرخونه لوړ شوي.»
په همدې مهال کندهار کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي،دا مهال یې د کجکي له بنده د برېښنا د تولید کچه ۵۰ میګاواټه ته لوړه کړې او د دوهم فاز په فعالیدو سره به د برښنا سطحه ۱۵۰ میګاواټه ته لوړه شي،خو د دغو مسوولینو په قول د برښنا تولید په یاد بند کې د اوبو له کمښت او ډېروالي سره مستقیمه اړه لري،چې ځیني وخت د اوبو د کموالي له امله ماشینونه پوره برېښنا نه شي تولیدولای.