د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی دی،چې له افغانستان سره یې په وروستیو شپږو میاشتو کي د صادراتو په برخه کي ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کموالی د افغانستان له لوري د محصول لوړول دي.
د یادې خونې غړی نصیر احمد عرب زاده وايي،د دې ترڅنګ په هېواد کې د پاکستان محصولاتو ته د خلکو تقاضا کمه شوې ده.
عرب زاده زیاته کړه:« له پاکستان افغانستان ته د وارداتو کموالی څو عوامل لري، په یو شمیر محصولاتو یې عواید لوړ کړي دي او ترڅنګ یې افغانستان کې بیکاري هم د دې لامل شوې،چي د پاکستان محصول ته تقاضاء کمه شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي وايي،پر پاکستاني توکو د افغان سوداګرو تکیه کمه شوې او زیاتو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی سمسور وايي:« د منځنۍ اسیا هېوادونو افغان سوداګرو ته سهولتونه رامنځته کړي او تر ډېره خپله سوداګري له هغې لارې یې پیل کړې او د پاکستان له دوه مخي سیاسته یې ځانونه خلاص کړي دي.»
د پاکستان مرکزي بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، له افغانستان سره یې وړاندې په کال کي ۷۴۶ میلونه ډآلر سوداګرۍ لرله،خو سږ کال دغه د صادراتو کچه ۳۶۹ میلونه ډالرو ته را کښته شوې ده.