د صنعت او سوداګرۍ وزارت د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ له بې مخینې زیاتوالي خبر ورکوي.
مسوولان وايي، تېر کال له ازبېکستان، تاجيکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغېزستان څخه د افغانستان د وارداتو ارزښت شاوخوا ۲.۳ میليارد ډالره و چې د وړم کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات زياتوالی ښيي.
همدانګه، دغو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه ۷۷ سلنه زياته شوې. د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د منځنۍ اسيا له دې هېوادونو سره د سوداګرۍ کچې لا زياتېدو هڅې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ازبېکستان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجیکستان او ترکمنستان په ګډون د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې ده. له دغو هېوادونو څخه د افغانستان واردات په ۲۰۲۴ کال له ۱ میلیارد او ۶۷۹ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۲ میلیارده ۳۹۹ میلیون ډالرو ته رسېدلي او په یوه کال کې ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه د افغانستان صادرات هم له ۱۲۲ میلیون ډالرو څخه ۲۱۶ میلیون ډالرو ته زیات شوي چې ۷۷ سلنه زیاتوالی ښيي.»
شنونکي هم په اوسنیو شرایطو کې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان لپاره د سوداګرۍ ښه بديل ګڼي او په خبره يې، افغانستان کولی شي خپلې اړتيا له دې هېوادونو په وارداتو پوره کړي.
دوی د وارداتو ترڅنګ د منځنۍ اسيا هېوادونو مسير د صادراتو لپاره هم مهم بولي، خو د تقويې لپاره يې د کورني توليد پر زياتوالي او د کيفيت پر لوړوالي ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « افغانستان کولی شي له دې لاره په اسانه او ارزانه توګه خپل تجارتي توکي انتقال کړي. دا چې اوس وضعیت ښه نه دی او په ایران او پاکستان کې جګړه ده، زما په نظر د منځنۍ اسیا له لارو ګټه اخیستل معقول فکر دی او کولی شي اوسنۍ ستونزې راکمې کړي.»
بله خوا، اقتصاد وزارت وايي له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدو پر کورنيو بازارونو له دې امله اغېز نه دی کړی چې خپلې اړتياوې د ايران په شمول د منځنۍ اسيا له هېوادونو پوره کوي.
د دې وزارت مسلکي معین زياتوي، ورځ تر بلې په سيمه کې له هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې پراخېږي.
عبدالطیف نظري زیاتوي: « له پاکستان سره د تجارتي اړیکو کمېدو د اساسي توکو په تأمین کې هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته کړې. موږ اوس مهال خپل اساسي توکي او محصولات له ایران او منځنۍ اسیا څخه چمتو کوو او له دې هېوادونو سره مو اړیکې د پراختیا په حال کې دي.»
سره له دې چې افغانستان په وچه کې ايسار هېواد دی او په دې وروستیو کې یې له پاکستان سره اړیکې خرابې او ټرانزیټي لارې تړل شوې، خو بیا هم په بازارانو کې هېڅ ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.
شنونکي د اوږدمهال لپاره په بازارونو کې د احتمالي ستونزو مخنيوي لپاره د سوداګرۍ لپاره د بديلو هېوادونو پيدا کولو هڅو پر چټکېدو ټينګار کوي.