نړیوال بانک او مرستندویه هېوادونه غواړي څو له ښوونیزې برخې پرته درېیو نورو پروژو ته د پیسو ورکولو په اړه خبرې وکړي.
نړیوال بانک وايي، له ۶۰۰ میلیونو د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژو باندې یې کار پیل کړی او ۱۵۰ میلیونه ډالر چې ښوونیزې برخې ته ورکول کېږي، لا هم بندې دي.
د اووه مرستندویه هېوادونو ډلې د نړیوال بانک له لارې د افغانستان کرنیزې، روغتیايي، ښوونیزې او خوراکي توکو برخو کې له افغانانو سره ۶۰۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه، خو د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې یې د نجونو ښوونځيو له تړل کېدو وروسته دغه پروژې وتړلې.
اوس تازه له ښوونیزې برخې پرته د نورو درېیو برخو لپاره پروژې پیل کېدونکې دي.