د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، راپور کې ویل شوي،چې افغانستان له سختو ستونزو او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.
راپور کې وړاندې ویل شوي، افغانستان له ستر بودیجوي کسر او همدا راز د نغدو پیسو له کمښت سره هم مخ دی، چې د خلکو د ژغورنو او له دوی سره د ورځني لګښت لپاره دوه میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده، خو د دغه هېواد د اقتصادي ودې د بیا پیل لپاره اته میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ده.
دغه راز په راپور کې ویل شوي دي، افغانستان له کلونو راهیسې د خپلو لګښتونو لپاره پر نړیوالو مرستو تکیه دی،خو دا چې اوس دغه مرستې بندې شوي، افغانان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.