افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې متحده عرب اماراتو د د ېرش ټنه خوراکي توکو جوپه د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۹ مه» کابل کې اسلاميامارت ته وسپارل شوه.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغو مرستو کې چې خورما، ورېجې او نور خوراکي مواد شامل دي، پر بې وزله کورنیو به وویشل شي.
مجاهد زیاته کړه:« دغه مرستې د متحده غرب اماراتو له خوا له افغانانو سره وشوې، چې، خرما، وریجې او نور مواد په کې شامل دي. دغه مرستې اسلامي امارت ته ورکړل شوې او د اړوندو ادارو له خوا به په شفاف ډول پر اړمنو کورنیو وویشل شي.»
د بشري مرستو د وېش په برخه کې ګڼو هېوادوالو شکایتونه کړي،چې دغه لړۍ شفافه نه ده او له اسلامي امارته غواړي،چې څار پرې زیات کړي.
مسوولین وايي،هغه مرستې چې د دوی له خوا وېشل کېږي، پروسه یې شفافه ده او هڅه کوي،د بهرنیو موسسو له خوا د مرستو په وېش کې شفافیت رامنځته کړي او شته ستونزې حل کړي.
هغه زیاته کړه:«زموږ هېله دا ده،چې له افغانستان سره دې هېڅوک بشري مرستې نه سیاسي کوي او د متحده عرب اماراتو په څېر،چې موږ یې منندوی یوو، له قید او شرط پرته دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته ګڼو آسیايي او اروپايي هېوادونو له افغانانو سره بشري مرستې کړې دي،خو د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له غربته کړېږي،چې په روغتیايي، خوراکي او نورو برخو کې بېړنیو مرستو اړتیا لري.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د نړیوالو له خوا پر افغانستان د بندیزونو له امله د عامو افغانانو د غربت او اقتصادي ستونزو کچه لوړه شوې،چېبېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.