پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ ختمولو په موخه ټاکل شوې په پېښور کې د سولې یوه جرګه جوړه شي.
په راپورونو کې راغلي، دا جرګه د مارچ په ۳۱ پلان شوې چې مشهور سیاستوال، قومي مشران، دیني عالمان، سوداګر او د مدني ټولنو او رسنیو استازي به په کې ګډون ولري.
هغوی چې د دې جرګې پر رابللو بوخت دي وايي، هغه مطرحې څېرې او شخصیتونه يې هم وربللي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او ثبات په برخه کې فعال دي.
د خیبر پښتونخوا اسپاير بنسټ مشر ارباب شهزاد خان وايي: « د دې جرګې د ترسره کولو موخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او ثبات لپاره د ګډې لارې رامنځته کول او د خبرو اترو بهیر پیاوړی کول ده. په پېښور کې به له یادې جرګې وروسته د سولې ورته جرګې په کوېټه او نورو سیمو کې هم راوبلل شي.»
د نوموړي په خبره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې یوه بېړنۍ اړتیا ده او د ملاتړ لپاره به یې د جرګې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره او د دواړو هېوادونو له حکومتونو سره شریکه کړي.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د پاکستان پوځي رژیم د دې ډول جرګو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار لري که نه؟ شنونکي وايي، دا ډول جرګې د خبرو اترو لپاره مثبت تبلیغاتي پیغام لېږدولی شي، خو د ملموسې پایلې په ترلاسه کېدو کې اغېزمن رول نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک وايي: « د اوربند غوښتنه او ګډه اعلامیه کېدای شي ډېپلوماټیکه فضا ارامه کړي او دغه راز د رسمي خبرو لپاره زمینه برابره کړي. پر اعتماد جوړونې باندې تمرکز ښايي احساساتي شخړې کمې کړي، په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پرتې دي. دا جرګه یوه مدني جرګه ده نه دولتي رسمي ناسته.»
ځينې نور شنونکي بیا په دې اند دي چې د پاکستان پوځي رژیم په پروژوي جګړو کې د ښکېلتیا له امله هغه غوښتنې نه شي منلی چې تر خپل حاکمیت لاندې ولسونو لپاره حياتي دي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « که چېرې دا جرګه په واقعي ډول او بې طرفه بڼه د حقایقو څېړنه او ورپسې داسې پرېکړه وکړي چې د دواړو هېوادونو ولسونو ته سوله، ثبات او هوساینه راولي او په راتلونکي کې تضمین ورکړل شي چې بیا به هېڅ یو هېواد پر بل برید نه کوي، دا به ډېره بریالۍ وي.»
دا جرګه داسې مهال په پېښور کې د اسپایر پښتونخوا بنسټ او د اصلاح ملي تحریک له لوري رابلل کېږي چې لا هم د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره پر جګړې ټينګار لري او له ډېپلوماټيکو لارو د ترینګلتیاوو کمولو ته لومړیتوب نه ورکوي.