Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/03

دا مهال په سیمه ییزه کچه له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ ګراف تر نورو لوړ ځای کې لیدل کېږي، هغه سوداګریزې او اقتصادي اړیکې چې لا یې هم پر پراختیا او غځولو هلې ځلې روانې دي.

 تازه په مشهد کې د افغانستان جنرال کونسل مولوي نور محمد متوکل او د ایران د خراسان رضوي ولایت د ټرانسپورټي شرکتونو اتحادیې مرستیال محمود امتي او ورسره مل پلاوي په لیدنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د شته خنډونو لرې کولو پر اړتیا ټینګار کړی.

په مشهد کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دې لیدنه کې د ټرانزیټي اسانتیاوو د زیاتوالي او د سرحدي ستونزو د حل پر څرنګوالي هم خبرې شوې دي.

په مشهد کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « مشهد کې د اسلامي امارت جنرال کونسل مولوي نور محمد متوکل د خراسان رضوي ولایت د ټرانسپورټي شرکتونو د صنفي ټولنې له مرستیال محمود امتي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي دوه‌ اړخیزو همکاریو د پراختیا او شته خنډونو د لرې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه، د ټرانزیټي اسانتیاوو د لا زیاتوالي او د سرحدي ستونزو د حل لپاره د مناسبو لارو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.»

ایران په لوېدیځ کې پروت د افغانستان هغه ګاونډی دی چې له کلونو راهیسې یې په لویه پیمانه سوداګریزې اړیکې پاللې دي. شنونکي همدې ته په کتو وایي، په سیمه کې د ګاونډیو ترمنځ ښې اړیکې په سوداګریزو او اقتصادي مسایلو مثبت اغېز غورځولی شي او اړتیا ده چې د ستونزو پر حل کار او دا ډول اړیکې لا غښتلې، پراخي او دوام داره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي: « که موږ وغواړو چې خپل تولید ډېر کړو او په صادراتي هېواد بدل شو، باید له دې ډول هېوادونو سره اړیکې ښې کړو. له ګاونډیو هېوادونو سره د غوره اړیکو لرلو لپاره باید پر سوداګرۍ تمرکز وشي.»

 له هېوادونو سره د افغانستان په سوداګریزه تله کې له کلونو راهیسې وارداتي برخه درنده ده، هغه برخه چې د شنونکو په باور باید د هغې برعکس صادراتي تله پرې تقویه او په کور دننه د تولیدي دستګاه څرخونه ګړندي شي.

دوی دغه راز زیاتوي چې افغانستان دې د خپل جیوپولیټیک موقعیت څخه په استفادې له نورو هېوادونو سره هم دا ډول اړیکې لا پراخې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیال وردګ وايي: « دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې تر نورو هېوادونو ښې دي. دا اړیکې باید نورې هم پراخې شي، خو زموږ د حکومت ډېر تمرکز باید پر وارداتو نه وي بلکې باید د کورني صنعت او تولید ښه کولو ته پام وشي. کله چې په کور دننه تولیدات زیات کړو، موږ کولی شو خپلو خلکو ته کاري فرصتونه برابر او ځان بسیاینې خواته لاړ شو. نو حکومت ته په کار ده چې ډېر تمرکز پر وارداتو نه بلکې پر تولیداتو وکړي.»

د چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي: « له دې هېوادونو سره د اړیکو په ښه کولو سره کولی شو افغانستان سم لوري ته برابر کړو. هرڅومره چې موږ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو، زموږ په هېواد کې د انکشاف سبب کېږي او دا بیا د اقتصادي ودې لامل کېږي.»

د معلوماتو له مخې، ایران دا مهال له افغانستان سره د شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو کلنۍ سوداګرۍ په درلودو سره تر ټولو مهم سوداګریز ګاونډی بلل کېږي. افغانستان د سون توکو، ساختماني موادو، خوراکي توکو، درملو او صنعتي موادو په برخه کې پر ایران ډېر تکیه لري او په ۲۰۲۵ کال کې هم د افغانستان د وارداتي شریکانو په سر کې یاد شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist