Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/03

امنیت شورا د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) د ماموریت غځولو لپاره غونډه کوي.

ټاکل شوې د جون میاشتې په اتمه او ۱۶مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د مرستندویه پلاوي یا یوناما ماموریت پر بیاغځولو سربېره، په افغانستان کې پر روان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت هم بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راپور له مخې، ټاکل شوې د روانې جون میاشتې پر اتمه د امنیت شورا غړي د افغانستان د اوسني وضعیت هر اړخیزه ارزونه وکړي.

په دې ارزونه کې به د سیاسي تحولاتو ترڅنګ، امنیتي وضعیت، د بشري حقونو وضعیت، د ښځو او نجونو د زده‌کړو، د ښځو کار او د کډوالو او بېځایه شویو کورنیو ستونزې په کې شاملې دي.

د راپور له مخې، د جون میاشتي په ۱۶ نېټه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه هم پرېکړه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې ډېپلوماټیک سټېج نه لري، نو یوازینی اداره چې د افغانانو غږ تر ملګرو ملتونو رسوي، یوناما ده. یوناما تل له خیریه او مرستندویه ټولنو سره د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې کوي.»

یوناما د دوشنبې په ورځ ویلي چې امنیت شورا به د جون په ۱۶ د دې ماموریت غځولو لپاره غونډه وکړي.

د امنیت شورا غړیو هېوادونو په تېرې کب میاشت کې د یوناما ماموریت د معمول خلاف د درېیو میاشتو لپاره تمدید کړ.

که څه هم اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ماموریت غځولو ناستې په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د چارو څارونکي یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره مهم بولي.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یوناما حداقل یوه داسې کړکۍ ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان اړیکه جوړوي او له دې لارې د افغانستان ستونزې او دلته راغلي پرمختګونه تر نړۍ رسوي.»

د سیاسي شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « افغانستان کې د یوناما ماموریت ځکه اړین دي چې دغه اداره تل د بشري مرستونو په برخه کې همغږي کوي. همدارنګه د اسلامي امارت لپاره هم ښه ده، ترڅو وکولی شي له دې لارې نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې وساتي.»

تر دې مخکې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره تمدید کېده. افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د ملګرو ملتونو ځانګړی سیاسي ماموریت دی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو دنده لري.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « یوناما باید د افغانستان واقعیتونه په بې طرفانه توګه تر نړۍ ورسوي. دغه راز باید د نړیوالې ټولنې ملاتړ جلبولو او د افغانستان خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره ګامونه پورته کړي. یوناما باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړلو کې هم رول ولوبوي.»

د یوناما ماموریت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړه لیک له مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه نېټه رامنځته شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د بحث لپاره لږ تر لږه هرې درې میاشتې وروسته یوځل غونډه کوي او په کال کې یو ځل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ماموریت ته بیاکتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist