Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/03

په وروستیو کالونو کې ختیځ ته له نورو ولایتونو څخه د اختر په شپو ورځو کې د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی.
همدا تېر اختر کې ختیځو ولایتونو ته ډېر شمېر سیلانیان ورغلي وو، خو هلته یو شمېر اوسېدونکي له دغو سیلانیانو ګیله من دي او وايي، یو شمېر سیلانیانو د چاپېریال ساتنې اصول نه مراعتول او یا هم د بې احتیاطۍ له امله ځايي خلکو ته ستونزې رامنځته کړې دي.

دوی زیاتوي، د وسلو بې ځایه استعمال، هوایي ډزې، په سیندونو او خطرناکو سیمو کې بې احتیاطي او د کثافاتو غورځول هغه ستونزې دي چې د خلکو ژوند او چاپېریال ته زیان رسولی.

د ننګرهار اوسېدونکی عبد الرووف وايي: « ډېری سیلانیان چې دلته راځي، لومړی خو ټرافیکي اصول نه رعایتوي چې په پایله کې یې ټرافیکي پېښې کېږي او خلکو ته مرګ ژوبله اوړي؛ بله خبره دا ده چې دوی د چاپېریال ساتنې ته هم هېڅ پاملرنه نه کوي، د خوراکي توکو پاتې شوني، پلاسټیکونه او نور توکي هره خوا اچوي.»

د ننګرهار اوسېدونکی سمېع الله وايي: « سیل کوونکي باید سیاحت او چکر قوانین مراعات کړي او د تفریحي ځایونو له چټلولو او ویجاړولو ډډه وکړي. ځینې سیلانیان په ځنګلونو او چمنونو کې اور بلوي چې دا کار ځنګلونو ته زیان اړوي. همدارنګه سیلانیان له ځان سره وسلې ګرځوي، هوايي ډزې کوي او د خلکو ژوند اخلالوي.»

یو شمېر نور خلک بیا ختیځ ته د سیلانیانو مخه کول ښه ګڼي او له مسوولو ادارو په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرول غواړي.
دوی وایي، په ګڼو سیاحتي سیمو کې لاهم د هوټلونو، پارکونو، د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او مناسبو سړکونو نه شتوالی د سیاحت پر وړاندې ستونزې دي.

د ننګرهار اوسېدونکی عبد الرحمن وايي: « دلته امکانات کم دي، باید ښایسته پارکونه، هوټلونه او د لامبو حوضونه جوړ شي، ترڅو لا ډېر سیل کوونکي جذب شي.»

د ننګرهار اوسېدونکی سمېع الله وايي: « لومړی باید سیاحتي سیمو ته غځېدلې لارې جوړې شي، ترڅو ټرافیکي ګڼه ګوڼه او پېښې کمې شي. دویم دا چې که په سیاحتي سیمو کې یو شمېر امکانات برابر شي، دا به هم ډېرې ګټې ولري.»

بله خوا، مسوولین بیا وایي چې د تېرو کلونو په پرتله سیلانیانو ته اسانتیاوې زیاتې شوې او له سیاحتي شرکتونو او پانګوالو سره خبرې روانې دي چې په تفریحي سیمو کې هوټلونه، پارکونه او نورې اړینې اسانتیاوې برابر کړي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي: « په عمومي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه دا ده چې بهرني سیلانیان راجذب کړي. موږ په ننګرهار کې د همدې موضوع په تړاو ګڼې ناستې کړې، ترڅو په ننګرهار کې سیاحتي سیمې په ګوته او د پانګونې د اړتیا پرمهال پرې پانګونه وکړو.»

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رییس سمیع الحق حق بیان وايي: « موږ تمه لرو چې د سیلانیانو شمېر له دې هم زیات شي؛ ځکه تېر کال سهولتونه کم وو او سږ کال ښه شوي، دغه راز ځینې سړکونه رغول شوي. همدارنګه یو شمېر هوټلونه هم جوړ شوي او د نورو امکاناتو پر برابرولو کار روان دی.»

ختیځو ولایتونو ته سږني اختر کې لسګونه زره سیلانیان ورغلي او د لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان په بېلا بېلو ولسوالیو کې يې د دغو ولایتونو له طبیعي منظرو لیدنه کړې.
د سیاحت د برخې کارپوهان ډاډ ښيي چې که مسوولې ادارې د دغو ولایتونو سیاحتي سیمو کې لږه پانګونه هم وکړي، پر کورنیو هغو سربېره به د بهرنیو سیلانیانو لپاره به هم د پاملرنې وړ وګرځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist