Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/03

د روانې جون میاشتې له ۴ تر ۶ نېټې د اوزبېکستان په تاشکند ښار کې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اتصال په اړه د ترمذ ډیالوګ دوهمه غونډه جوړېږي.

د «سوله، اتصال او پیاوړتیا؛ د ګډې هوساینې لپاره د بنسټونو جوړول» تر نوم لاندې په دې غونډه کې به له ۱۵۰ څخه زیات سیاسي، اقتصادي او اکاډمیک شخصیتونه او د نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو استازي ګډون ولري.

 د غونډې موخه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د همکاریو پراختیا، د ټرانزیټي دهلېزونو پیاوړتیا او د اقتصادي اتصال لپاره د ګډو لارو چارو موندل ښودل شوي.

د اوزبېکستان بهرنیو چارو  وزارت ویلي: « په دې فورم کې به له ۱۵۰ څخه زیات استازي ګډون وکړي چې په کې د سیاسي، سوداګریزو او علمي څېړنیزو ټولنو غړي، همدارنګه د نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو استازي شامل دي. ګډونوال به د مرکزي او جنوبي اسیا، اروپا، د خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې سمندر سیمې، منځني ختیځ او امریکا څخه وي. دا پراخ ګډون د ترمذ ډیالوګ د ټول‌شموله او پرانستي نړیوال پلټفورم ماهیت څرګندوي چې موخه یې د اسیا په سیمه کې د نښلونې متقابل باور او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا لپاره د ګډو لیدلورو او تګلارو رامنځته کول دي.»

ترمذ ډیالوګ چې په ۲۰۲۵ کال کې د یوه دایمي نړیوال پلټفورم په توګه رامنځته شوی، هڅه کوي د سیمې هېوادونه د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو همکاریو لپاره سره نږدې کړي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د افغانستان استازي باید په دې غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال په پروژو کې د افغانستان پر مرکزي رول ټینګار وکړي او د ټرانزیټ، سوداګرۍ او زېربنایي همکاریو د پراختیا غوښتنه مطرح کړي.
د شنونکو په وینا، د افغانستان له خاورې د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلولو پروژې نه یوازې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهمې دي بلکې کولی شي افغانستان هم د یوه مهم اقتصادي دهلېز په توګه مطرح کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا کار هم د سولې لپاره ځانګړی ارزښت لري او هم د سوداګرۍ لپاره. افغانستان ته یې ارزښت دا دی چې زموږ هېواد په سیمه کې له جغرافیايي پلوه مرکزي ځای لري او په دې سره شمالي او جنوبي اسیا یوازې د افغانستان له لارې وصلېدای شي.»

د چارو شنونکی محمداسماعیل ځدراڼ وايي: « د اسلامي امارت مشران باید له دې څخه سالمه ګټه واخلي. هغه کسان چې له افغانستان څخه ځي او په دې کنفرانس کې ګډون کوي، باید له نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړي. تر ټولو مهمه د رسمیاتو موضوع ده او باید اوسنی دولت په رسمیت وپېژندل شي.»

شنونکي همدارنګه ټینګار کوي چې افغان پلاوی باید د رېل پټلۍ، انرژۍ لېږد، سوداګریزو اسانتیاوو، پانګونې جلبولو او د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو د چټکتیا موضوعات، د بحث مهم محورونه وګرځوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « زه ډاډمن یم چې دا هېوادونه دغه شان غونډې د خپلو ګټو لپاره جوړوي او په خپلو هېوادونو کې یې جوړوي. که چېرې دوی د افغانستان د ګټو لپاره غونډې کوي، نو ولې یې په افغانستان کې نه جوړوي؟»

د معلوماتو پر بنسټ، په دې غونډه کې افغان پلاوي هم ګډون کوي، خو تر اوسه يې د یادې ناستې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د ترمذ ډیالوګ دوهمه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیمې هېوادونه د اقتصادي همکاریو او متقابل اتصال د پراختیا لپاره نوې لارې لټوي.

تمه ده چې افغانستان به هم په دې ناسته کې د خپل جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ظرفیتونو پر بنسټ د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپل لیدلوری وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist