Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/03

افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي تازه له خپل پاکستاني سیال محمد صادق خان سره په لیدنه کې د اختلافاتو د حل په موخه د چین په ارومچي کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مذاکراتو او پيل شوې پروسې په اړه غږېدلي.

یو شیاویونګ دا نه دي ویلي چې له صادق خان سره په خبرو کې یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اپرېل میاشت کې د پیل شوي لومړي پړاو مذاکراتو پر کومو اړخونو غږېدلي، خو په دې اړه خبرې یې رغوونکې بللې دي.

په ورته مهال، د پاکستان ځانګړي استازي پر خپله اېکس پاڼه د دې لیدنې په اړه زیاته کړې، دواړو خواوو د سیمه‌ییز امنیت ترڅنګ، له افغان خاورې د ورپېښو ګواښونو په تړاو خبرې کړې.

محمدصادق خان زیاته کړ ې: « له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ او مل پلاوي سره مې د سیمه‌ییز امنیت او د ټي‌ټي‌پي او ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت د ګواښونو په تړاو چې له افغان خاورې یې پېښوي، رغوونکې خبرې درلودې.»

په دې لیدنه کې پر دې هم بحث شوی چې څنګه کېدای شي د سیمه‌ییزې سولې او ثبات ساتنه او د ترهګرۍ ضد برخو کې همکارۍ او همغږي پیاوړې شي.

هاخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ویلي، نوموړي د اروپايي ټولنې او کمیسیون له ورغلو لوړ پوړو چارواکو سره د سوېلي اسیا او افغانستان د وضعیت په اړه خپل لیدلوری شریک کړي، خو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د پاکستان لومړي وزیر دفتر ویلي: « لومړي وزیر د اروپايي ټولنې له لوړ پوړي استازي سره په خبرو کې د سوېلي اسیا او افغانستان سیمه‌ییز وضعیت په تړاو د پاکستان لیدلوری شریک کړ.»

اسلامي امارت د وسله‌والو ډلو موجودیت، ګاونډ او سیمې ته د ګواښ پېښولو په تړاو د پاکستان او نورو هېوادونو تورونه او ادعاوې په کلکه رد کړې او د نور په ضد یې د افغان خاورې پر نه کارېدو ټینګار کړی.

بله خوا،  د افغانستان اوسني حکومت هم تل له پاکستان سره پر خبرو ټینګار کړی او د اختلافونو د حل یوازینۍ لاره یې خبرې اترې بللې دي.

اسلامي امارت بیا وايي، د ارومچي له خبرو اترو وروسته په رسمي ډول بیاځل د مذاکراتو پیل لپاره اقدامات نه دي شوي، خو په غیرمستقیم ډول هڅې تاییدوي او له پاکستان سره د خبرو دروازه  پرانېستی بولي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « له پاکستان سره د خبرو دروازې خلاصې دي او له مختلفو لارو هڅې کېږي چې دا خبرې روانې وساتل شي. که څه هم د چین په ارومچي کې له مخامخ خبرو وروسته بیا مخامخ خبرې نه دي شوې، خو بیا هم هڅې کېږي.»     

دا داسې مهال ده چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونو خپاره شول چې ګواکي افغان او پاکستاني لوری د خبرو د پيل لپاره بیاځل په کابل کې ناسته ترسره کوي، خو له ځینو راپورونو سربېره، اوسني حکومت یې په اړه رسمي دریځ څرګند نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist