Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/03

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د هلمند اداري تشکیلاتو کې نهر سراج ولسوالۍ ته ارتقا وکړه چې اوسېدونکي یې په یو شمېر سیمو کې د عامه خدمتونو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي، شته خدمات د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی او حکومت باید د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

د نهرسراج اوسېدونکی عبدالله وايي: « زموږ سیمه کې هېڅ ښوونځی او روغتیايي مرکز نه شته. موږ خپل ناروغان لښګرګاه ته وړو او ډېره کله په لارو ساه ورکوي. زموږ ماشومان له لوبو پرته بل کار نه لري.»

د نهرسراج اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: « باید دلته مکتبونه او کلینیکونه جوړ شي، ترڅو زموږ ماشومان لوست وکړي او ناروغان مو له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.»

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي پر دغو عامه خدماتو سربېره، د پاکو اوبو له نشتوالي سره هم مخ دي.
 د سیمې خلکو په خبره، د پاکو اوبو د نه شتوالي له امله ګڼ شمېر کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

د نهرسراج اوسېدونکی اسلام الدین وايي: « زموږ سیمه له ښاره وتلی ځای دی، دلته هېڅ نه شته او موسسات هم نه راځي. موږ خپلو ماشومانو ته ښوونځی او دغه راز پاکې اوبه غواړو.»

د نهرسراج قومي مشر سیدالرحمن وايي: « دلته اوبه دومره تروې دي چې نه یې انسان څښلی شي، نه حیوان او نه هم بوټي وده کوي. زموږ خلک ټول د ګېډې په ناورغیو اخته دي.»

له بلې خوا، سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دې ولسوالۍ کې یې د یوه لوی روغتیايي مرکز د جوړولو چارې بشپړې کړې او د یوه بل روغتیایي مرکز د جوړولو هڅه کوي.
مسوولین د یو شمېر نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو ډاډ هم ورکوي او وايي، کارونه به یې ژر پیل شي.

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض وايي: « په نږدې راتلونکي کې د ولسوالۍ په کچه په نهرسراج کې روغتیايي مرکز جوړېږي. دلته د یو شمېر سړکونو د اساسي جوړولو پلانونه هم جوړ شوي او دغه راز به خلکو ته هر هغه عامه خدمات وړاندې شي چې اړتیا یې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نهرسراج ترڅنګ د هلمند د یو شمېر نورو لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو د پراخېدو او د بنسټیزو اسانتیاوو  برابرېدو غوښتنې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist