د یاد ریاست مشر میرزا جان صادق وایي،د دغو پروژو په پلي کیدو سره به مرکز ګردیز، احمد اباد، زرمت او څمکنیو ولسوالیو کې ۱۲۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
صادق زیاته کړه:« د څلورو ولسوالیو لپاره کیږي،مرکز ګردیز ، زرمت ، احمداباد او څمکنیو کې تقریبا ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابري او تر څنګ یې ۱۲۷۵ کسانو ته صحي کیټونه هم ویشل کیږي.»
د ګردیز څلورمې امنیتي حوزې اړوند رباط سیمه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ترمیم شوې او یو شمیر کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوي دي.
د ګردیز رباط سیمې قومي مشر همیم الله وايي:« زموږ خلکو د ویالې ککړې اوبه څښکلې او یا به خلکو لاسي ګاډیو او په څارویو له لیرې سیمو اوبه راوړې، ماشومان به ښوونځیو ته نه تلل اوس خوشاله یو،چې له پاکو اوبو برخمن شولو.»
د هېواد د نورو ولایتونو په څیر د وچکالۍ له کبله په پکتیا کې هم د اوبو سطحه ټیټه شوې او ډېری سیمو کې خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.